د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانی پاپ بنډیکټ د ۹۵ کالو په عمر ومړ


پخوانی پاپ بنډیکټ
پخوانی پاپ بنډیکټ

واتیکان د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومي ۱۰) اعلان وکړ چې پخوانی پاپ بنډیکټ د ۹۵ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د واتیکان ویاند ماتیو بروني په یوې بیانیه کې ویلي:"په خواشینۍ سره تاسې ته خبر درکوم چې پاپ بنډیکټ ۱۶ ام، په ۹:۳۴ دقیقو د واتیکان په Mater Ecclesiae Monastery کې مړ شوی دی."

نوموړي خبریالانو ته وویل چې د پخواني پاپ د تدفین مراسم به د پنجشنبې په ورځ جنوري ۵ د سنټ پیترز په میدان کې د اوسني پاپ په مشرۍ ترسره شي.

ټاکل شویده د پاپ بنډیکت جنازه د دوشنبې له سهار ‌څخه د سنټ پیترز په باسیلیسا کې د خلکو د کتلو او هغه ته د درناوي د مراتبو د وړاندې کیدو په هدف کیښودل شي.

نن شنبه هم یو شمیر خلک ددې خبر تر اورسیدو وروسته هغه ځای ته نږدې راټول شوي وو چې د پاپ جنازه هلته موجوده وه، خلکو که څه هم د هغه په مړینه خپګان ښکاره کړ خو په ورته وخت کې یې د هغه ستاینه هم کوله.

د نړۍ بیلابیلو مشرانو د پخواني پاپ په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. د جرمني صدراعظم اولاف شولتز، پاپ یو هوښیار او با هوښه انسان وباله.د ایټالیا صدراعظم له نوموړي څخه د تاریخ د ایمان او عقل د یو ستر شخصیت په توګه ستاینه وکړه.

پخوانی پاپ چې اصلا جرمن و، اصلي نوم یې جوزف راتزینګر و. هغه د ۲۰۱۳ کال په فبروري میاشت کې په ناڅاپي توګه له خپل مقام څخه ګوښه شو او له هغه راوروسته یې په واتیکان کې آرام ژوند درلود.

پاپ بنډیکټ له شپاړسمې پیړۍ راوروسته، په تیرو شاوخوا ۶۰۰ کلونو کې لومړي پاپ و په خپله خوښه یې له دندې استعفا ورکړې وه.

نوموړی که څه هم د اوږدې مودې راهیسې ناروغ و خو واتیکان د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پاپ روغتیایي وضعیت مخ په خرابیدو دی.

تر پاپ بنډیک مخکې، بل پاپ چې مړ شوی، جان پال دویم و چې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سنټ پیټرز په میدان کې د هیوادونو د مشرانو په ګډون په میلیونونو کسانو یې د تدفین په مراسمو کې برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG