د لاس رسي وړ اتصالات

ډان ریټر :قوي آزاد بازار د سولې سره مرسته کولای شي


ډان ریتر چې په اوس وخت کې د افغانستان او امریکا سوداګرۍ د ګډې خونې اجرائیوي ریس دی وایي چې افغان پانګولو او سوداګرو د یو ښه افغانستان په رامنځ ته کولو کې ښه رول لوبولی دی. د ښاغلي ریتر په اند یوازې د یو غښتلي آزاد بازار شتون په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب کیدلی شي.

ښاغلي ریتر وویل" مونږ په کلکه په دې باور چې په افغانستان کې د اقتصاد قوي بازار د سولې او ثبات ټینګیدلو په برخه کې اساس جوړوي".

د امریکا د کانګرس دغه پخوانی غړی چې د ۲۰۰۲ کال را په دیخوا یې افغانستان ته پنځه څلویښت ځله سفر کړی او د افغانستان او امریکا د سوداګړۍ د خونې د جوړیدلو دمخه یې د خصوصي سکټور له خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په جوړولو کې پوره ونډه درلودله د سه شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې لسمې غونډې د جوړیدلو دمخه ددغې غونډې لپاره یوې مقدماتي غونډې ته د وینا په وخت وویل، کله چې خلک کار ولري او په حکومت باندې متکي نه اوسي او فساد راکم شوی اوسي نو دا چارې په افغانستان کې سولې او ثبات سره مرسته کولی شي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه نهه کاله وړاندې جوړه شوې ده. ددغې ګډې خونې په هڅو تراوسه د افغان او امریکایي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د میچ میکینګ په نوم د امریکا د واشنګټن ډي سي او دوبۍ په ښارونو کې نهه غونډې جوړې شوي دي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې د مدیره هیئت عمومي رئیس سلیمان لطفي نننۍ غونډې ته وویل چې د ګډې خونې د جوړیدلو هدف په افغانستان کې د امریکایي پانګونې هڅونه ده.

ښاغلي لطفي وویل" په تیرو نهه کلونو کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه په دې توانیدلې ده چې د امریکا په واشنګټن ډي سي او متحده عربي اماراتو کې په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې، ملاټړ او د امریکایي او افغانانو پانګوالو ترمنځ د ګډې پانګونې د امکاناتو د رامنځ ته کولو لپاره کارکړی دی".

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونې د استازو د ګډون سربیره د افغانستان د ساختماني شرکتونو ټولنې استازو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ساختماني شرکتونو په ټولنه کې د پنځه سوو نه زیات افغان ساختماني شرکتونه غړیتوب لري.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او امریکایي سوداګرو د ګډې خونې لسمه غونډه د روان عیسوي کال د ډیسامبر په نهمه د دریو ورځو لپاره په واشنګټن کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG