د لاس رسي وړ اتصالات

زلمي خلیلزاد د پاکستان د لوی درستیز د استعفا غوښتنه کړې


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۲) د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر څخه غوښتي، چې استعفا دې وکړي او په دغه هیواد کې دې ټاکنو ته لار پرانیځي.

زلمي خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا د دغه هیواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو پریکړه هیله بخښوونکي ګڼلې او ویلي دي: "په پاکستان کې د هیلو کمزورې نښې شته دی".

عمران خان د تیرې سه شنبې په ورځ مۍ نهم (ثور ۱۹) د اداري فساد د تورونو له کبله، کله چې د اسلام ابادعالي محکمې ته لاړ ونیول شو. د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور ۲۱) د هغه نیول ناقانونه وبلل.

د اسلام اباد عالي محکمې د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۲) د عمران خان د خوشې کیدو وثیقه تصویب او هغه له بند څخه ازاد شو.

خلیلزاد ویلي، چې که چیرې د پاکستان لوی درستیز استعفا ونکړي او د نویو ټاکنو لپاره نیټه ځانګړې نشي په پاکستان کې به اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحران لا پراخه شي.

خلیلزاد لیکلي: "د ټاکنو د نیټې په سر موافقې ته رسیدل او د پاکستان ترټولو د ګران سیاسي مشر د حذبولو لپاره د جنجالونو پای ته رسیدل د اردو یو نوي قوماندان ته اړتیا لري".

د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر د تیرې سه شنبې د ورځې دمخه څو ځلې د دغه هیواد په سیاست کې د پوځ د لاسوهنې څخه شکایت کړی و.

عمران خان وروسته له هغه چې د پاکستان په پارلمان کې د رایې اچونې په ترڅ کې سلب صلاحیت شو ددغه هیواد جمهور رئیس عارف علوي ته په یو لیک کې وویل، چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په ګډون د پوځ لوړپوړې چارواکي ددغه هیواد په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي او ددغې مسلې د پلټنې غوښته کړې وه.

همداشان پخواني صدراعظم عمران خان د اسنادو د وړاندې کولو پرته پر صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د پاکستان د پوځ د استخباراتو په یو چارواکی فیصل نصیر باندې د هغه د وژلو لپاره د یوې توطیې د چمتو کولو تورونه لګولي دي. دغو چارواکو د عمران خان ادعاوې ردې کړي دي.

خلیلزاد په دې اړه لیکلي: "یو نوی او د سیاسي پلوه یو بې طرف شخص باید دې ځای ته رامخې ته شي. زه د جنرال منیر څخه غواړم، چې وطن پرسته اوسي او استعفا ورکړي".

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني، د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې په کار نه دي، چې یو څوک، چې د یو هیواد تابعیت نلري په سیاست کې یې دومره زیاته مداخله وکړي.

هغه د کنایې په ډک یو ټویټ کې لیکلي: "ما د خلیلزاد څخه غوښتل، چې استعفا وکړي، خو د نیکه مرغه، چې هغه کوم مقام نلري، چې ورڅخه استعفا وکړي".

خلیلزاد ادعا کړې، چې جنرال منیر د خپلو کاري اشتباګانو له امله نه یوازې د پاکستان د پوځ د لوړپوړو چارواکو بلکې په نړیواله کچه هم خپل ملاتړ او ځای له لاسه ورکړی دی.

خلیلزاد د ادعا له مخې د جنرال منیر د ناسم مدیریت په ځانګړي ډول په وروستیو ورځو کې ددې سبب شوی، چې د پاکستان د پوځ څو لوړپوړي صاحب منصبان د استعفا د ورکولو ګواښ وکړي او اکثره لوړ پوړې صاحب منصبان دا ګڼي، چې جنرال منیر ډیر زیات د صدراعظم شهباز شریف تر اغیز لاندې دی.

د عمران خان نیول کیدل د پاکستان په ښارونو کې د هغه د پلویانو له خوا د پراخه لاریونونو سبب شوي، چې د تاوتریخوالي په دغو لاریونونو کې تراوسه نهه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د عمران خان پلویانو یو شمیر دولتي ودانیو ته د اور د اچولو سربیره ځینې لویې لارې هم تړلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په وروستیو اعتراضونو کې د پولیسو په سلګونو منسوبین په ځانګړي ډول پنجاب او خیبرپشتونخواه ایالتونو کې ټپیان شوي دي. پولیسو هم له ۳۵۰۰ څخه زیان اعتراض کوونکي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG