د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې په ضمانت د عمران خان د خوشې کېدو پرېکړه وکړه


عمران خان د جمعې په ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شو او محکمې د هغه په ضمانت د ازادولو پرېکړه وکړه.  
عمران خان د جمعې په ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شو او محکمې د هغه په ضمانت د ازادولو پرېکړه وکړه.  

د اسلام اباد عالي محکمې د جمعې په ورځ مې ۱۲ (غوايي ۲۲) په ضمانت د پخواني صدارعظم عمران خان د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.

عمران خان د سه شنبې په ورځ د اداري فساد د تورونو له کبله ونیول شو. د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ د هغه نیول ناقانونه وبلل. د هغه نیول کېدو په پاکستان کې خونړۍ مظاهرې وپارولې.

عمران خان د جمعې په ورځ په سختو امنیتي تدابیرو کې د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شو او محکمې پریکړه وکړه چې هغه دې په ضمانت ازاد شي.

د عمران خان وکیل خواجه حارث وروسته خبریالانو ته وویل، "محکمې عمران خان ته د دوو اونیو موقت ضمانت ورکړی او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې هغه دې د [فساد] په دغه قضیه کې بیا ونه نیسي."

د عمران خان د ګوند د پاکستان تحریک انصاف وکیلان د جمعې د ورځې له محکمې وړاندې ددغه محکمې مخې ته راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول "خان ستا عقیدتمندان بې شمېره دي" او "وکیلان ژوندي دي".

خو دا په پاکستان کې د بحران پای نه بلل کیږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هغه د بیا نیولو ژمنه کړې ده. عمران خان په تېر اپریل کې له واک څخه د لیرې کېدو وروسته ددغه هېواد د پوځ په رول باندې سخت انتقادونه کړي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې راتلونکو عمومي انتخاباتو ته شاوخوا پنځه میاشتې پاتې دي، عمران خان پر حکومت تور لګلوی چې د پوځي جنرانو په مرسته له ټاکنو څخه د هغه د مخنیوي هڅه کوي.

عمران خان دا تور هم لګولی چې د هغه د وژلو هڅه کیږي. عمران خان په تیر نومبر کې په پنجاب کې د لاریون پر وخت د یو وسله وال په ډزو کې په پښه لګېدلی او ژوبل شوی و.

د عمران خان پلویانو په تېرو دریو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وکړي، سړکونه یې بند کړي او په امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسیساتو باندې یې بریدونه وکړي دي.

پولیس او د روغتونونو مقامات وايي چې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي او سلګونه پولیس هم ژوبل شوي دي او یو پولیس وژل شوی هم دی.

XS
SM
MD
LG