د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د دوو اوونیو لپاره په ضمانت خوشې شو


د عمران خان د خوشې کیدو پر وخت د محکمې شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.
د عمران خان د خوشې کیدو پر وخت د محکمې شاوخوا ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و.

د پاکستان مخکنی صدراعظم عمران خان چې د همدې روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د عالي محکمې څخه تر نیول کیدو وروسته د پولیسو سره بندي و، جمعه مې ۱۲ (غوایي۲۲) په ضمانت خوشې شو او خپل کور ته روان شو.

د ښاغلي خان یو مدافع وکیل ویلي چې هغه ته په څو حقوقي قضیو کې د نیول کیدو څخه د مصؤنیت ضمانت ورکړل شوی.

سره لدې چې د اسلام آباد عالي محکمې د ښاغلي خان د خوشې کیدو امر ورکړی و خو پخپله خان بیا تر خوشې کیدو وروسته په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې پولیسو کوښښ کاوه په بیلا بیلو پلمو هغه د څو ساعتونو لپاره وساتي.

عمران خان وایي وروسته تر هغه چارواکو پریښود چې خپل کور ته ولاړ شي چې ګواښ یې کړی که خوشې نشي، عام ولس ته به ووایي چې په زور ساتل شوی و.

د جمعې په ورځ د محکمې په شاوخوا کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و. ماښام مهال محکمې سره نږدې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي خو معلومه نده چې دا ډزې چا او ولې کړیدي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پلټنې یې پیل کړي چې معلومه کړي ډزې چا کړي. د محکمې مخې سره د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ د سوک او څپیړې ګوزارونه هم شوي.

د عمران خان پر ضد څه باندې ۱۰۰ بیلا بیلې قضیې دي. تشدد ته هڅول، فساد، ترهګري ، په پوځ او دولتي ادارو انتقادونه هغه تورونه دي چې دا مخکنی صدراعظم ورسره مخ دی خو د سه شنبې په ورځ د ملي احتساب ادارې داسې مهال ونیوه چې د اسلام آباد عالي محکمې ته ورغلی و چې په هغه لګیدلي تورونه واوري.

د اسلام آباد عالي محکمې د رشوت په قضیې کې ښاغلي خان ته د دوو اوونیو لپاره مصؤنیت ورکړی او په ځینو قضیو کې بیا هغه ته تر دوشنبې نیټه ورکړې او لا معلومه نده چې د تحریک انصاف ګوند دا مشر به را راونه دوشنبې بیا محکمې ته راشي که نه.

عمران خان د قضایه قوې د پریکړې هرکلی کړی او ویلي چې په هیواد کې د "ځنګله قانون" پر ضد د خوندیتوب یوازینۍ وسیله همدا قضایه قوه ده.

هغه وویل، " زه باید ووایم د قضایه قوې څخه زما تمه همدا وه ځکه یوازینۍ هیله چې د دموکراسۍ او کیلې جمهوریت تر منځ پاتې، قضایه قوه ده".

عمران خان دا هم وویل چې باور لري امنیتي ځواکونه یې پر ضد ندي خو دا یې هم ویلي چې د پوځ لوی درستیز ته ډیر واک ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه، " پدې هیواد کې یو تن د هر څه شي پریکړه کوي او هماغسې کیږي. امنیتي ادارې نه بلکې یوازې د پوځ لوی درستیز دی".

ښاغلي خان د پوځ د لوی درستیز نوم وانخیست.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

مطبوعات وایي چې په مظاهرو کې د عمران خان لس پلویان وژل شوي
مطبوعات وایي چې په مظاهرو کې د عمران خان لس پلویان وژل شوي

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي چې د عمران خان د خوشې کیدو په هکله د محکمې د حکم درناوی کوي خو دا یې ونه ویل چې آیا بیا به د ښاغلي خان د نیول کیدو کوښښ وشي که نه.

د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې هغه کسان به د قانون څخه بچ پاتې نشي چې د عمران خان تر نیول کیدو وروسته یې په تشدد کې لاس درلود.

په مظاهرو کې تر اوسه د عمران خان لس تنه پلویان وژل شوي او لسګونه نور یې نیول شوي. په راپورونو کې ویل شوي چې څه باندې ۲ سوه پولیس افسران هم په اړو دوړ کې ټپي شوي.

عمران داسې مهال خوشې شو او د لاهور په ښار کې خپل کور ته ولاړ چې د واکمن ائتلافي ګوندونو مشر فضل الرحمان ویلي چې پلویان به یې د دوشنبې په ورځ د سترې محکمې مخې ته پرلت ووهي.

سترې محکمې د عمران خان نیول کیدل غیر قانوني بللي و.

ښاغلي رحمان په خبري کنفرانس کې وویل، " سترې محکمې او د اسلام آباد عالي محکمې یو فاسد سړي ته مصؤنیت ورکړ".

د پاکستان اوسني صدراعظم شهباز شریف هم د جمعې په ورځ د حکومت د کابینې په غونډې کې وویل چې د عمران خان پر ضد د فساد ریښتیني قضیه شته او زیاته یې کړه چې قضایه قوې هغه وژغوره.

په عمران خان د پولیسو او حکومتي چارواکو پر ضد خلک تشدد ته هڅولو تورنه دي. د پنجشنبې په ورځ د هغه په خلاف د ترهګرۍ بل تور هم پورې شو ځکه ادعا کیږي چې خپل پلویان یې تشدد ته هڅولي و خو ښاغلي خان تر خوشې کیدو وروسته وویل چې د خپلو پلویانو د تشدد په هکله معلومات نلري.

د تحریک انصاف ګوند په مشر د ملي احتساب ادارې لخوا د رشوت خورۍ دا تور هم دی چې د جایدادونو یو غټ کاروباري ته د ګټې په بدل کې یې د میلونونو ډالرو په ارزښت جایداد تر لاسه کړی.

XS
SM
MD
LG