د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: یو ځانمرګي شمالي‌ وزیرستان کې زموږ څلور سرتېري وژلي


د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

د پاکستان پوځ وايي چې په شمالي وزیرستان کې یې د سرتېرو په کاروان ځانمرګی برید شوی او لږ تر لږه څلور سرتېري‌ یې وژل شوي دي.

پوځ نن سه شنبه اګست نهمه (زمری ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې سرتېري‌ د میرعلي په ښار کې په ګزمه وو چې برید پرې شوی دی.

چا د دغه برید مسئولیت منلی نه دی خو پوځ وايي چې په اړه یې پلټنې روانې دي. دا سیمه افغانستان ته نژدې پرته ده او ویل کېږي چې پخوا د پاکستاني طالبانو او نورو اورپکو قوي مرکز و.

دوو پاکستاني استخباراتي مامورانو اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې د تېرې ورځې په دغه ځانمرګي برید کې یو شمېر سرتېري او ولسي خلک ژوبل شوي هم دي.

د پاکستان پوځ داسې مهال د دغه برید په اړه خبر ورکوي‌ چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو وویل چې د پاکستاني طالبانو یو مشر عمر خراساني او درې نور ملګري یې د افغانستان په پکتیکا کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د هغوی موټر د سړک غاړې په ماین برابر شوی دی.

پاکستاني طالبانو استخباراتي‌ ماموران تورنوي چې دا کار یې کړی دی خو د چا نوم یې اخیستی نه دی.

په تېر وخت کې هم د پاکستان په امنیتي‌ ځواکونو دا ډول بریدونه شوي وو او پړه یې پاکستاني طالبانو منلې وه.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ له افغان طالبانو جلا دب خو د یو بل متحدین دي او داسې ویل کېږي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د پاکستاني طالبانو ځینې غړي افغانستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG