د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د هاوان مرمۍ سرګلولې چاودنې څلور ماشومان وژلي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالباري راشد ویلي چې دغه چاودنه پرون شنبه سپټمبر درېیمه (وږې ۱۲) تر ماسپښین وروسته د نادعلي ولسوالۍ په «هیواد بازار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلي راشد زیاته کړې چې دغه چاودنه د هاوان مرمۍ سرګلولې باندې د یادو ماشومانو د لوبو پر مهال رامنځته شوې ده. هغه ویلي چې دغه سرګلوله په افغانستان کې له وروستیو جګړو څخه پاتې وه چې پر ماشومانو چاودلې ده.

هغه وویل چې په وژل شوو ماشومانو کې دوه نجونې او دوه هلکان شامل دي. د دغه طالب چارواکي په وینا ټپيان د هلمند حوزوي روغتون ته انتقال شوي او اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ویلي و چې افغانستان اوس هم د ماشومانو لپاره خطر ناک هیواد بلل کیږي، ځکه د دوی په وینا ډېر کله ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره هڅه کوي چې اوسپني او نور فلزي توکي پيدا او وپلوري.

(یونیسف) همدارنګه په افغانستان کې له جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو چاودنو له امله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

یاد بنسټ د اپرېل دوهمه (وري ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي و چې په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پاتې شوو نا چاوده توکو د چاودنې له امله ۳۰۱ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې هم هاوان مرمۍ سرګلولې باندې د ماشومانو د لوبو پرمهال د ورته چاودنې پنځه ماشومان وژلي و او دوه تنه نور ټپیان شوي و.

د روان میلادي کال په جولای میاشت کې د زابل ولايت مېزاني ولسوالۍ کې هم له جګړو پاتې سرګلولې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي و او لس تنه نور سخت ټپيان شوي و٠

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د ناچاوده مهاتو د چاودنو له کبله ۳۹۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG