د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ماین پاکۍ کار ټکنی شوی دی


آرشیف
آرشیف

د کابل ختیځ پلو ته په ۳۲ کیلومترۍ کې پروت، د قفس په نوم د کلي نه بهر یوې غونډۍ ته څېرمه د ډنمارک د کډوالو د شورا (DRC) د ماین پاکۍ کارکوونکي په محافظتي واسکټونو کې په کار بوخت دي. دو‌ی په یوه مستقیمه کرښې په خورا ورو حرکت پخپلو تجهیزاتو دا سیمه څاري.

کارګران په دقیقه توګه ددې سیمې لوېشت لوېشت چې یو وخت د شوروي ځواکونو لخوا د نظامي پوستې په توګه کارول کېده او په دې وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پکې سختې جګړې شوې، په ځیر معاینه کوي.

په تېر اوړي کې واک ته د طالبانو بیرته راتګ باید د ماینونو د شنډولو په هڅو کې مرسته کړې وای ځکه چی د جګړې په جریان کې یوازې محدودې سیمې د ماین پاکۍ دپاره د لاسرسي وړ وې.

خو نړیوالې ټولنې د افغانستان حکومت ته خپلې زیاتې پراختیایي مرستې بندې کړي دي ځکه دوی وایي، نه غواړي چې خپلې پیسې د طالبانو د ملاتړ لپاره وکاروي؛ هغه اسلامپاله ډله چې د ښځو حقونه محدودوي او اسامه بن لادن ته د پټنځای ورکولو او د سپتمیر د یولسمې د بریدونو نه وروسته د زیات شمېر لویدیځو هیوادونو سره په جګړه کې ښکیل وو.

یوه غیر عمدي پایله: په افغانستان کې د ماین پاکۍ د څارنې یوې حکومتي‌ ادارې رویټرز ته ویلي‌ چې دوی شاوخوا ۳ ملیونه ډالر بودجه له لاسه ورکړې او د اپرېل په میاشت کې یې شاوخوا ۱۲۰ کارکونکي‌ له کاره ایستلي دي، ځکه چې دوی د معاشونو د ورکړې توان نه درلود.

د ماین پاکۍ د همغږۍ ریاست ته د ماین پاکۍ د بودجې دا زیان ددې هیواد دپاره چی د ځمکې په سر تر ټولو زیات ماینونه پکې ځای لري او د څلویښت ملیون وګړو دپاره یی چې د څلورو لسیزو جګړو په ترڅ کی هم ډیر ځپل شوي ‌دي، ژورې زیانمنوکې پایلې درلودلی شي.

د ډي‌ آر سي‌ سرمنشي شارلوټ سلنټ وایي، د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو مسئله په افغانستان کې یوه ډیره لویه ستونزه ده. افغانستان په حقیقت کې د ځمکې پر مخ د ناچاودو ماینونو له اړخه یو له ککړو هیوادونو څخه شمېرل کېږي.

مېرمن سلنټ وايي: "د ماین پاکۍ په برخه کې زموږ د کار یوه مهمه برخه لویانو او ماشومانو ته د خطرونو او د دوی د مخنیوي د څرنګوالي په اړه د روزنې ورکول دي. دوی څنګه کولی شي وسلې، ناچاوده توکي، او ځمکني ماینونه وپېژني- او دا چې دوی څه باید وکړي‌ که چیرې پر ځمکې داسې توکي‌ ګوري چې دوی یې نه پیژني".

د ماین پاکولو کار پخپله په لویه کچه د مرستندویه موسسو لخوا ترسره کیږي. خو د ډنمارک د کډوالو د شورا ماین پاکوونکې اداره ستراتیژیک لارښود چمتو کوي ترڅو د لوړې کچې خطر سیمو ته لومړیتوب ورکړي او په ټول هیواد کې د ماین پاکولو کار د یوه پلان او نقشې له لارې پر مخ بوځي،‌ څو د تکرار هڅو مخنیوی وشي.

د ماین قربانیان

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د جنګ نه د پاتې چاودېدونکو توکو په شویو پېښو کې نږدې ۸۰ سلنه ملکي تلفات په اصل کی ماشومان دي. لوی لامل یې، یو چې دوی کنجکاوه دي او د لیدلو لیوالتیا لري‌ او بل چې د کورنۍ سره د مرستې دپاره دوی زیاتره پرتې اوسپنې او نور توکي د خرڅلاو دپاره را ټولوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (UNICEF) په وینا، د اوو میاشتو په ترڅ کې، ددې کال تر مارچ میاشتې پورې شاوخوا درې سوه افغان ماشومان د ځمکنیو ماینونو او نورو ناچاودو توکو له امله وژل شوي یا معلول شوي دي.

د سره صليب په يوه روغتون کې، د تنکيو ماشومانو په ګډون په لسګونه افغانان، چې، د بدن د مصنوعي غړو سره خونې په اوږدو کې د حرکت کوشش کوي‌ په افغانستان کې د ځمکني د ماين د ستونزې اغېزې په روښانه ډول په ډاګه کوي‌.

جمال خان هغه افغان دی چې اته کاله مخکې په کندهار ولايت کې د سړک په غاړه پر ښخ شوي ماين ختلی او دواړه پښې یې پرې شوي دي.

د سیمې بل اوسیدونکی خلیل الله هم د ایران او افغانستان پولې ته نږدې پر ماین برابر شوی او یوه پښه یې پرې شوې ده.

ځایي خلک زیار باسي‌ چې د ماین څخه پاکې ځمکې د غنمو او مېوو د کرلو لپاره چمتو کړي‌ او د اوبو لګولو په پروژو کار کوي. دا هغه څه دي‌ چې کولی شي په افغانستان کې د لوږې د مخ په زیاتېدونکي ناورین په کمولو کې مرسته وکړي.

د ډنمارک د کډوالو د شورا د ماین پاکۍ ‌ مشره شارلوټ سلنټ وايي: "موږ اوس د بې وزلۍ د تریخ حقیقت سره مخ یو. خلک د لا فقر سره مخ دي.‌ حتی منځنۍ طبقه دلته دا رنځ‌ ګالي‌. نو موږ په داسې حالت کې یو چې تر پنځوس سلنه ډېر نفوس په حقیقت کې اساسي بشري مرستو ته اړتیا لري".

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرام مشر، پاول هیسلوپ وايي چې ډیر کار ته اړتیا شته: "د تېرې میاشتې په وروستیو کې، یو لنډمهاله معامله وشوه چې لمخې يې ملګري ملتونه وکړای شي په هیواد کې د شپږو میاشتو لپاره دفتر جوړ کړي. خو د طالبانو له واک څخه د مخه د ملګرو ملتونو تنظیم کوونکي د تمویل سره سره، د ادارې نیمایي برخه د اصلي ۱۲۰ کارمندانو څخه یوازې ۳۰ یې په کار ګمارلي دي".

ښاغلي هیسلوپ زیاته کړه چې د اوږدمهاله کار او فعالیت دپاره، د ماین پاکولو د همغږۍ مسولیت باید د یو دولت سره وي نه د ملګرو ملتونو د ادارې په څېر بهرنیو بشردوستانه ادارو سره. هغه زیاته کړه چې د یو داسې حکومت سره چې په رسمیت نه پیژندل کیږي، د تمویل د نشتوالي وضعیت د ماین پاکۍ هڅې ډیرې ستونزمنې کړی دي.

XS
SM
MD
LG