د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د خوست ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د دې ولايت د موسی خېلو ولسوال کمال خان منګل نن شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) امريکا غږ ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د يادې ولسوالۍ د «سره» په سيمه کې پر يادو ملکي وګړو شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه کسان پلي روان وو چې د سړک پر غاړه په اېښودل شوي ماین ور برابر شوي او چاودنه يې پرې کړې.

هغه وايي چې په ياده چاودنه کې څلور واړه وژل شوي سړي دي او د «سره» سيمې اوسېدونکي وو.

د موسی خېلو ولسوال کمال خان منګل وويل چې ماين وسله والو طالبانو اېښی و، خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي.

دغه راز نن له موسی خېلو ولسوالۍ څخه د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې د يوې حکومتي سرچينې په وينا شپږ امنيتي سرتېري په کې وژل شوي دي.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امريکا غږ ته وویل چې ياد د سرتېري پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي چې ګوندې په دغه برید کې يې د آنتن په نوم امنيتي پوسته نيولې، لس سرتېري يې وژلي او پنځه نور يې له ځان سره ژوندي بيولي دي

XS
SM
MD
LG