د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل دشت برچي کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار لوېدیځې څنډې په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د دوو غبرګو چاودنو له امله اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شو دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء ضیاء ویلي چې دغه چاودنې نن شنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) څه کم در بجې د شپږمې ناحیې په «مهتاب قلعه» او دیارلسمې ناحیې په «استګاه سرپل» سیمه کې پر دوو ښاري ټونس ډوله موټرو شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي چې د شپږمې ناحیې په چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون شپږ ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي او د دیارلسمې ناحیې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په روانه میاشت کې په یاده سیمه کې د ملکي وګړو پر موټرو څلورمه چاودنه ده چې رامنځته کیږي.

تر دې مخکې هم په دغه سیمه کې د ملکي خلکو پر کاسټر او ټونس ډوله موټرو چاودنو کې شااوخوا ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي و.

تېره اونۍ د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د کابل لوېدیځ کې د «نسل وژنې» مخه ونیسي.

د کابل ښار په وروستۍ چاودنه کې د مینا خیري په نوم د اریانا خصوصي تلویزیون یوه خبریاله له خپلې مور او خور سره هم ووژل شوه.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په کابل ښار کې وروستیو چاودنو ته په اشارې د امنیت د ټینګښت برخه کې له عامو خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه په دې وروستیو کې ویلي چې عم خلک دي د هغو کسانو په نیولو کې همکاري وکړي چې په ښاري موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG