د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د هزاره توکمو وژنه دې ودرول شي


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د دغې ټولنې سرپرست توماس نیکلس د سیدالشهدا په ښوونځي د برید د قربانیانو له کورنیو سره لیدلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د معلوماتو په اساس د کابل په لویدیځ کې کابو درې اونۍ وړاندې د سیدالشهدا په ښوونځي باندې موټربم برید او چاودنو کې ۸۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شول، چې زیاتره په کې هزاره توکمې او د ښوونځي زده‌کوونکې وې.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) په خپل ټویټر کې لیکلي "د هزاره‌ګانو په نښه کول باید ودرول شي او د جرایمو په تړاو څیړنې وشي".

د قربانیانو کورنیو له دغه برید شاوخوا دوه اونۍ وروسته په یوې غونډه کې له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دغه ورځ د "نسل وژنې" په نوم په رسمیت وپېژني.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دا برید نسل وژنه بللې او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې د یوې متخصصې او خپلواکې ډلې له لوري دا پېښه وڅیړي.

همداشان دغه کمېسیون تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په مې میاشت کې د ۱۰۹ ماشومانو په ګډون ۲۸۰ ملکیان وژل شوي او کابو ۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې ښکېلې خواوې د جګړې نړیوال منل شوي اصول نشي رعایتولی او له همدې امله باید مذاکراتو ته لومړیتوب ورکړي.

د بشري حقونو کمېسیون دغه راز له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانانو د بشري حقونو د ملاتړ او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل "حقوقي او اخلاقي مسولیت" ادا کړي.

XS
SM
MD
LG