د لاس رسي وړ اتصالات

'فاریاب کې د طالبانو د توغندیو بریدونو کې ۴ ملکیان وژل شوي'


ارشیف
ارشیف

په فاریاب کې امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د دغه ولایت د شرین‌تګاب ولسوالۍ پر مرکز د توغندیو بریدونو له امله ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) امریکا غږ ته وویل چې دغه توغندي د طالبانو له خوا ویشتل شوي دي.

هغه زیته کړه: "طالبانو غوښتل چې شرین‌تګاب ولسوالۍ قوماندانۍ باندې برید وکړي او نن د بازار ورځ هم وه چې د هاوان د مرمۍ د لګېدلو له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي".

د کریم یورش په وینا د پېښې ټول قربانیان ملکي کسان دي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د طالبانو د توغندیو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو استوګن‌ځایونه په نښه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د ملي اردو ځواکونو د پېښې ټول قربانیان روغتون ته انتقال کړي دي.

طالبانو تراوسه د پېښې په تړاو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG