د لاس رسي وړ اتصالات

د هسپانیې د استوګنې د يوې لوړپوړیزې ودانۍ په اورلګېدنه کې مرګ ژوبله اوښتې


د هسپانیا د کامپانار ښارګوټې دغه ۱۴ لوړپوړیزه بلاک،  ۱۳۸ اپارتمانونه لري او ۴۵۰ کسان په کې اوسېدل. 
د هسپانیا د کامپانار ښارګوټې دغه ۱۴ لوړپوړیزه بلاک،  ۱۳۸ اپارتمانونه لري او ۴۵۰ کسان په کې اوسېدل. 

د هسپانیې په ختیځ د والنسیا ښارګوټې د استوګنې په یوه ۱۴ پوړیزه ودانۍ کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه لس تنه مړه شوي او ۱۵ تنه نور لادرکه دي.

د‌ ځايي مسؤلینو په خبره، اورلګیدنه لومړی ددغې لوړپوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې ولګید او بیا ‌‌په چټکه ددغه ودانۍ نورو اپارتمانونو ته خپور شو. په ورته وخت کې ځايي چارواکو د جمعې په ورځ، فبرورۍ ۲۳ (کب څلورمه) خبرداری ورکړی، چې ښايي د مړو شمېره لوړه شي.

په هغه عسکونو کې چې د فرانس پرس خبري اژانس خپاره کړي دي، لیدل کیږي‌ چې د والنسیا ولایت په کامپانار ښارګوټې کې د استوګنې له دغه ودانۍ څخه د اور لمبې او تور لوګي پورته کیږي.‌

د والنسیا سیمې لپاره د بیړنیو خدماتو مرستیال جورج سواریز توریس خبریالانو ته وویل: "په پیښه کې لس کسان مړه شوي دي او ۱۵ کسان لا درکه دي."

ځايي اور وژونکو د کرین په مرسته، ګڼ شمېر اوسیدونکي د کړکیو او بالکنونو له لارې له دغه لوړپوړیزې ودانۍ د اور د لمبو څخه وژغورل، خو اټکل کیږي چې ۲۰ تنه لا هم ورک دي.

د فرانس خبري اژانس د خبر له مخې، په دغه پیښه کې د شپږو اور وژونکو او یو تنکي ماشوم په ګډون، لږ تر لږه ۱۴ کسان هم ټپیان شوي دي.

همدارنګه ویل کیږي چې زورور بادونه ددغه اورلګیدو د چټک خپریدو لامل شو،‌ خو داسې هم انګیرل کیږي چې د ددغه ودانۍ د بام پر سر کارول شوي مواد هم په چټکه د اور لمبو په خپرېدو کې مرسته کړې ده.

د ال پاین ورځپاڼې د خبر په حواله، دغه لوړپوړیزه ودانۍ ۱۳۸ اپارتمانونه لري او ۴۵۰ کسان په کې اوسېدل. ځايي چارواکو ویلي چې له خپلو کورونو بې ځایه شوي کسان به په هوټلونو کې ځای پرځای شي.

د هسپانیا په والنسیا کې د اورلګیدو دغه پیښه پداسې حال کې رامنځته کیږي، چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه (تلې ۹) د دغه هېواد په یو شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG