د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د مسلمانانو او هندوانو په شخړه کې پنځه تنه مړه شوي


د هند پولیسو د سه شنبې په ورځ، اګست لومړی (زمري ۱۰) وویل د دغه هېواد پلازمینې نوي ډیلي ته څېرمه د هندوانو او مسلمانانو تر منځ په شخړو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د نوي ډیلي په ۷۵ کیلومترۍ کې د مسلمانانو په اکثریت میشتې "نوح" سیمې کې یو شمېر قهرجنو خلکو د دوشنبې په ورځ د هندوانو پر یوې مذهبي غونډې باندې ډبرې وویشتلې او موټرونه یې وسوځول.

د پولیسو ویاند کرشن کمار فرانس پرس ته وویل: "تر اوسه پورې د پولیسو د دوو منسوبینو په ګډون درې کسان وژل شوي دي... وضعیت تر کنټرول لاندې دی."

چارواکو د تاوتریخوالي د دغې پېښې وروسته سلګونه د بلو ضد پولیس سیمې ته واستول او د هریانا ایالت په ځینو برخو کې یې د ګرځنده انټرنیټ خدمات قطع کړل.

څلورم کس په ور څېرمه ګوروګرام سیمه کې هغه وخت مړ شو چې هندوانو په ظاهره د غچ اخیستنې دپاره پر یو جومات برید وکړ. ګوروګرام په هند کې مهم سوداګریز مرکز بلل کیږي چیرې چې د نوکیا، سامسنګ او نورو نړیوالو شرکتونو د هند د څانګې مرکزي دفترونه موقعیت لري.

د هریانا اعلی وزیر منوهر لال ختار د خپل ایالت پر اوسیدونکو د سولې د ساتلو غږ کړی دی. هغه په ټویټر (ایکس) کې په یو پیغام کې وویل: "مجرمین به په هیڅ قیمت ونه بخښل شي او پر وړاندې به یې سخت اقدام وشي."

له هغه وخته چې صدراعظم نریندرا مودي په ۲۰۱۴ کې واک ته ورسید، په هند کې د اکثریت هندوانو او مسلمانانو د اقلیت، چې شمېر یې ۲۰۰ میلیونو ته رسیږي، د فرقه ایز تاوتریخوالي ډیرې پیښې رامنځته شوي دي.

منتقدین په واکمن هندو ملتپاله بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) تور لګوي چې واک ته له رسیدو راهیسې یې په هند کې د مسلمانانو ټولنه له پامه غورځولې ده.

په نوي ډیلي کې په ۲۰۲۰ کال کې په مذهبي نښتو کې ۵۳ کسان ووژل شول.

په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات په ایالت کې، هغه مهال چې مودي یې اعلی وزیر و، په فرقه يي نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه ووژل شول چې زیاتره قربانیان مسلمانان وو.

د هند د مالیاتو د ادارې چارواکو د فبروري په میاشت کې د بي بي سي د هند په دفتر وروسته له هغه چاپه ووهله چې دغه بریتانوۍ خپرونې د لاریونونو پرمهال د مودي د حکومت د کړنو په اړه یو مستند فلم خپور کړ.

په ۲۰۱۲ کال کې د هند د سترې محکمې له خوا ګومارل شوې پلټنې وویل چې د مودي له خوا د ناسمو کړنو کوم ثبوت یې نه دی موندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG