د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د واحد مدني قانون لپاره د مودي وروستي فشار اندیښنې راپورته کړي دي 

د هند د حکومت لخوا د ټول هند لپاره د 'واحد مدني قانون' د پلي کولو څرګندې هڅې، چې د هند د ټولو اتباعو لپاره د شخصي قوانینو یوه ګډه مجموعه ده، دا اندیښنې راپورته کړې چې د هند واکمن ګوند هڅه کوي، ټولنه په فرقه ایزو لیکو سره وویشي.

وروسته له هغه چې د هند صدراعظم نرندرا مودي تیره اونۍ وویل، هیواد یې نه ښایي چې د "جلا جلا ټولنو لپاره د جلا قوانینو" دوه اړخیز سیسټم پرمخ بوځي او زیات شمیر رسنیو راپورونه ورکړل چې حکومت به ډیر ژر په پارلمان کې د یو واحد مدني قانون پلي کولو په اړه غور وکړي، د حکومت د اپوزیسیون مشران په غوسه شول او دا کار یې د مودي د بهارتیا جنتا (بي جي پي) ګوند یوه دسیسه وبلله چې د هندو اکثریت اجنډا پلي کوي.

د بیلابیلو مذهبونو هندي اتباع د واده، طلاق، د ملکیت میراث او د فرزندۍ لپاره خپلې عقیدې او دودونه تعقیبوي. یو 'واحد مدني قانون' چې په اساسي قانون کې ذکر شوی، د ټولو هنديانو لپاره به یو واحد قانون وي.

تراوسه دا نه ده تایید شوې چې ایا حکومت پلان لري چې دا قانون پلي کړي.

د هند د مسلمان ډلو مشران وایي چې ددې قانون د رسمي کولو لپاره د اواز په اوچتولو سره مودي او د هغه هندو ملتپال ګوند هڅه کوي چې ټولنه په څو قطبي لیکو وویشي، هدف یې د راتلونکي کال په عمومي ټاکنو کې د هندو اکثریت رایې ترلاسه کول دي.

په بهوپال کې د جون په ۲۷ د خپل 'بی جي پی' ګوند غونډې ته وینا کې، مودي وپوښتل، "دا څنګه ممکنه ده چې د کورنۍ د یو غړي لپاره یو قانون او د بل غړي لپاره بل قانون وي؟ ایا کورنۍ به وکولی شي په سمه توګه کار وکړي؟ یو هیواد څنګه په داسې دوه ګوني نظام چلیدلی شي؟

د مودي د بهارتیا جنتا ګوند (بی جي پی) د څو لسیزو راهیسې د یو واحد مدني قانون لپاره کمپاین کړی او ویلي یې دي چې اوسني قوانین نابرابرۍ هڅوي او د سیکولر هند سره سمون نلري. ډیر شمیر ښي اړخه هندوانو ددې نظر ملاتړ کړی دی.

د 'بي جي پي' لوړ پوړي مشر الوک وټس، د امریکاغږ ته وویل، "ځینې مذهبي ټولنې ښایي د خپل توکمپاله فکر له امله دا نظر خوښ نکړي خو یو 'واحد مدني قانون' به ښه وي که چیرې د ملت په ریښتینې روحیه پلي شي.

هغه وويل: "موږ بايد د ټولو فرقو نظر واخلو او د اپوزيسيون له ګوندونو سره هم اوږد بحث وکړو، ترڅو د ټولو سره پرې ښه بحث وشي."

حقوق پوه فیضان مصطفی، چې یو مسلمان او په حیدراباد کې د NALSAR د حقوقو پوهنتون پخوانی مرستیال دی، وایي چې هغه غواړي یو 'واحد مدني قانون' قانون پلي شي، ځکه چې دا د هند په اساسي قانون کې د هغو له خوا وړاندیز شوی چې د منشور مسوده یې جوړه کړې وه.

ښاغلي مصطفی زیاته کړه، "سربیره پردې، دا کولی شي په هیواد کې د ټولنیزو اضرارو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د بېلګې په توګه، که څه هم د ماشوم واده د قانون له مخې د سزا وړ دی، خو بیا هم د هندوانو د ودونو له قوانینو سره سم باطل نه ګڼل کېږي. زه د یو واحد مدني قانون په اړه د صدراعظم مودي له نظرونو سره په بشپړه توګه موافق یم."

خو بیا هم 'واحد مدني قانون' ته ځنې خلک په کلکه د شک په سترګه ګوري.

د ورځپاڼې کالم لیکونکی او د مسلمانانو د مسلو کارپوه، ابهای کمار د امریکاغږ ته وویل چې د مودي حکومت د قانون د ۲۱ کمیسیون لخوا د تیر کال د طرحه شويو وړاندیزونو په تعقیبولو کې پاتې راغلی، چې د حقوقي اصلاحاتو په اړه حکومت ته مشوره ورکولو لپاره جوړ شوی و.

ښاغلي کمار وویل: "دغه کمیسیون په ۲۰۱۶ کې، د یو 'واحد مدني قانون' د جنجالي پوښتنې په اړه عامه نظر غوښتنه وکړه." هغه زیاته یې کړه، "یو تعقیبي راپور د اګست په ۲۰۱۸ کې خپور شو، چیرې چې کمیسیون وویل، یو شان قوانینو ته اړتیا نشته. پرځای یې، د جنسیتي تبعیض په پای ته رسولو او کلتوري تنوع ته د ودې ورکولو په اهمیت ټینګار وکړ. بیا هم، د قانون له ۲۲ کمیسیون څخه وغوښتل شول چې د هغه موضوع په اړه وړاندیزونه وغواړي چې دمخه حل شوې وو." د هغه اشاره یو واحد مدني قانون ته وه.

د تیرې اونۍ په ترڅ کې، ټولنیزو فعالانو او مسلمانو مشرانو د خپلو اندیښنو څرګندولو لپاره آنلاین غونډې وکړې.

د ډهلي د لږکیو د کمیسیون پخواني رئیس ظفرالاسلام خان د امریکاغږ ته وویل چې یو'واحد مدني قانون' د رایو ترلاسه کولو لپاره د بي جي پي ګوند لخوا ترتیب شوی "ناهیلي انتخاباتي حیله" ده.

هغه وویل: "مودي د هندو اکثریت لپاره احساساتي مسلې لټوي، ځکه چې هغه رایې ورکوونکو ته هیڅ مثبت څه نه لري چې څرګند یې کړي."

متحده ایالاتو ته د جون په میاشت کې د دولتي سفر دمخه، د لږکیو د حقونو په اړه د هند د حکومت د چلند له امله پر مودي سختې نیوکې شوی وې.

د هند د عیسوي ټولنې مشر جان دیال، د ټولو مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب، امنیت او کلتور د ساتنې په اړه د حکومت د ارادې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

هغه د امریکا غږ ته وویل: "مصنوعي یووالي او اجبار به د اکثریت په ګډون ټولې سیمې زیانمنې کړي. مسیحي ټولنه هم په دې اندیښنې باور لري چې کیدای شي کومه بله ټولنه د کوم دولتي یا غیر دولتي فعالینو لخوا د تاوتریخوالي یا جبر سره مخ شي."

د هند د ښځو د حقونو مدافع وکیله او فعاله، فلاویا اګنیس، وایي چې د هند په څیر متنوع هیواد کې، د "یو ملت، یو قانون" اصول به یوازې زیان منونکو ټولنو ته زیان ورسوي.

د پلارسالارۍ قوانینو ته په اشارې سره هغه امریکاغږ ته وویل: " د یو'واحد مدني قانون' پر ځای، موږ په مختلفو شخصي قوانینو کې اصلاحاتو ته اړتیا لرو ترڅو په ټولو کچو د جنسیت تبعیض له منځه یوسو. پدې کې د مسلمانانو شخصي قانون هم شامل دی، چې د څو ودونو او سمدستي طلاق په ګډون د ښځو په وړاندې ډیر تبعیضونه لري."

د هند د حکومت د اپوزیسیون مشرانو هم د یو 'واحد مدني قانون' او په لږکیو د هغې احتمالي اغیزو پر وړاندې خبرې کړې دي.

د کیرالا ایالت اعلی وزیر، کمونیست پنارای ویجیان وویل: " د "یو ملت ، یو کلتور" د اکثریت اجنډا پلي کولو ته یوازې زموږ د ملت د کلتوري تنوع د له مینځه وړلو لپاره د یوې توطیې په توګه لیدل کیدای شي."

هغه وویل، "هند د خپل تنوع له امله متمایز دی، کوم چې ددې پر ځای چې هغه یو شان والی چې دوی ځپي، توپیرونو او اختلافونو ته هرکلی وایي."

مسلمان فعال ظفرالاسلام خان د قانون د پخواني وزیر او د کانګرس ګوند د یو مشر ویرپا مولي نظر ته اشاره وکړه چې هند شاوخوا ۲۵۰ شخصي قوانین لري چې اکثریت یې د هندوانو دي.

نوموړي وویل، "د ښاغلي مودي لپاره به آسانه نه وي چې ټول راضي کړي. دا ویشونکې طرحه به بالاخره ناکامه شي."

This item is part of
XS
SM
MD
LG