د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار ولایت کې سیلابونو څلورتنه مړه کړي


د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې د تیرې شپې د اورښت وروسته سیلابونه راوتلي، چې له امله یې د سر د زیان د اړولو ترڅنګ یې خلکو ته زیات مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ننګرهار په ولایت کې د طبیعي پيښو سره د مبارزې ریاست د شنبې په ورځ مۍ شپږم (ثور۱۶) ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد د ښار د ځینو برخو په ګډون په ځینو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي، چې له امله یې تراوسه د څلورو تنو مړینه او د ۲۵ نورو ټپي کیدل تائید شوي دي.

د رپوټونو له مخې په سیلابونوکې زیاته مرګ ژوبله ماشومانو ته رسیدلې ده. د تیرې شپې سیلابونو د جلال اباد ښارپه ځینو برخو او د کامې ولسوالۍ کې خلکو ته د سر او مال زیان رسولی دی.

د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي، چې د سخت اورښت وروسته د سیلابونو له امله په جلال اباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې لږ تر لږه د اوسیدانې سل کورونه ویجاړ شوي دي. دغو چارواکو ویلي، چې همداشان سیلابونو په سلګونو جریبه ځمکه باندې فصلونه هم له منځه وړي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل په ګډون د " شمال د سیند په حوزه، هلمند د سیند او کابل" کې د اورښت او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت د اټکل له مخې د سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، هرات، فراه، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، کابل، پنجشیر، پروان، کونړ، لغمان، غزني او په ځینو نورو ولایتونو کې د اورښت او د سیلابونو د وتلو احتمال شته دی. دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې د سیلابونو د حرکت په لارو کې دې له ګرځیدو څخه ډډه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې هر کال له دوو سوو زرو څخه زیاتو کسانو ته په طبیعي پیښو کې زیان رسیږي.

د اقلیم بدلون د نړۍ د نورو برخو په څیر پر افغانستان هم منفي اغیزه کړې ده. ملګري ملتونه وايي، چې ددغه هیواد ډیرې برخې د درییم پرله پسې کال لپاره د سختې وچکالۍ د اغیزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG