د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ١٧ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

ياد سازمان پخپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي٠

د دغه راپور په اساس تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليون تنو څخه اوښتى و او د نفوس وده يې په کال کې ۲.۳ سلنه ده چې په سيمه کې تر ټولو لوړ رقم دى٠

اوچا ويلي چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې (د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ ځپلی او د دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى٠

په راپور کې ويل شوي: "له دې ډلې ۱۴.۷ ميليون کسان سخت اړ دي٠ په ټوله کې ۶.۴ ميليون ښځې او ۱۵.۲ ميليون ماشومان دي٠ ۶.۱ ميليون په ښارونو او ۲۲.۲ په اطرافو کې ژوند کوي او د ټولو ۱۵ سلنه کورنيو څخه لږ تر لږه يو تن يې معلول دى٠"

اوچا ويلي چې د بشري مرستو بندېدو، د شتمنيو کنګل کېدو له امله د افغانستان اقتصادي بحران پراخ دى٠

راپور زياتوي: "په ٢٠٢٣ ميلادي کال کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي، شپږ ميليون کسان د خوړو نه خونديتوب له امله له قحطۍ څخه يو ګام ليري دي، دا په نړۍ کې يو لوړ شمېر دى٠

په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل وچکالي، اقليمي تغيرات او يو لړ نور ګواښونه بلل شوي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د مشر مارتين ګريفيتس په مشرۍ د ملګرو ملتونو يو لوړپوړي پلاوي له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کړى دى٠

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ياد پلاوي د دغه وزارت له سرپرست امير خان متقي سره ليدلي دي٠

په دغه اعلاميه کې د ګريفيتس له قوله ويل شوي: "نوموړي په ۲۰۲۳کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه افغانانو د مرستو د وېشلو خبر ورکړ."

هغه له متقي سره ليدنه کې د ښځو پر کار د بنديز په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده٠

د بيان له مخې متقي ويلي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده او په خبره يې ملګري ملتونه "مسولیت لري چې د افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي٠"

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتـونو له پلاوي څخه غوښتي چې د نیوکو او خلاو ترڅنګ په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په "رښتیني ډول" له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG