د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۱۴میلیونه افغانانو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره ۴۷۹میلیون ډالرو ته اړتیا ده


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، میلیونونو افغانانو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره شاوخوا ۴۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا د جمعې په ورځ ناوخته فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پرله پسې درې کلنۍ وچکالۍ افغانستان ته سخت زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې لیکلي چې د تیر کال وچکالۍ له امله په دغه هیواد کې د څښاک پاکو اوبو ته د اړمنو کورنیو شمېر اووه سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د معلوماتو په اساس په افغانستان کې اوس مهال ۱۲ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو دغه دفتر «ټاکل شوي خنډونه «نه دي په ډاګه کړي.

اوچا ویلي: "په (افغانستان) کې خوندي اوبو ته د لاسرسي د ښه والي او ۱۴ میلیون خلک له ناروغیو څځه د ژغورلو لپاره ۴۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده." د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د اقلیمي تغیراتو له امله څو کلنه پرله پسې وچکالي، پر وخت د واورې او بارانونونو نه اوریدل، طبیعي پېښي او اقلیمي تغیرات بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا له مهمو لاملونو څخه بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) تر دې مخکې هم پخپل راپور کې ویلي و چې، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

اوچا ويلي چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې (د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ ځپلی او د دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى٠

د ملګرو ملتونو په وینا اقتصادي زوال، اقلیمي تغیرات، زلزلې، طبیعي افتونه، لوږه او د جګړو دوام په دغه هیواد کې د اړمنو کسانو د زیاتېدو له اساسي لاملونو څخه دي چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغمږۍ ادارې زیاته کړې: "په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون کسان حیاتي مرستو ته اړتیا لري، دا یوازي په تیرو پنځو کلونو کې ۳۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي."

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستې بندېدو او اقتصادي بندیزونو له امله په دغه هیواد کې د بشري بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنې په ډاګه شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې جګړې د پام وړ کمې شوي، خو دغه هیواد د اقلیمي تغیراتو له امله له ستونزو سره مخ دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې اقلیمي تغیرات په افغانستان کې د پر له پسې طبیعي پېښو او وچکالي بیا د زراعتي محصولاتو او اوبو کمېدو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG