د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې مسافر وړونکی بس چپه شوی او ۱۴ تنه پکې مړه شوي


تیره میاشت هم د مسافر وړونکي بس موټر په ټکر کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي و.
تیره میاشت هم د مسافر وړونکي بس موټر په ټکر کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي و.

په پاکستان کې چارواکي وایي یو مسافر وړونکی بس تیره شپه د پنجاب په ولایت کې د سړک څخه اوښتی او په بل مخ اوښتی دی.

په سیمه کې د پولیسو مشرې قرت العین ملک ویلي چې په پیښه کې د لږ تر لږه ۱۴ کسانو د مړه کیدو تر څنګ ۶۳ تنه ټپي شوي هم دي چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي.

میرمن ملک د پیښې په هکله نور جزیات ندي ورکړي خو پولیس وایي د موټر چپه کیدو د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوې اعلامیې کې په پیښې ژور خفګان څرګند کړی او چارواکو ته یې امر کړی چې د ټپي شویو کسانو لپاره تر ټولو د غوره روغتیایي خدماتو بندوبست وکړي.

په پاکستان کې له یوې خوا ترافیکي قوانینو ته نه پام او له بلې خوا د سړکونو خراب وضعیت پدې هیواد کې معمولاً د ترافیکو پیښو سبب کیږي چې ګڼ شمیر خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د همدې روانې فبروري میاشتې په دریمې هم د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس او لارۍ تر منځ په مخامخ ټکر کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مسافر مړه شول.

چارواکو ویلي و چې ټکر د کوهاټ تونل سره نږدې د مسافر وړونکي بس او لارۍ موټر تر منځ شوی چې په چټک سرعت روان و.

تیره میاشت هم یو مسافر وړونکی موټر چې د بلوچستان ولایت د کویټې ښار څخه کراچۍ ته روان و، د پله څخه لاندې ولوید او اور یې واخیست. پدې پیښه کې لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شول.

په مړو کې میرمنې او ماشومان هم وو.

چارواکو ویلي و چې ټکر د مسافر وړونکي بس د ډیر سرعت له کبله پیښ شوی او دا بس موټر د پله د ستنې سره جنګیدلی و.

XS
SM
MD
LG