د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه، روسیه او امریکا: ناګورنو قره باغ کې دې سمدستي اوربند وشي 


 د اذربایجان د دفاع وزارت له خوا خپور شوی تصویر
د اذربایجان د دفاع وزارت له خوا خپور شوی تصویر

فرانسې، روسیې او د امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱ (تلې ۱۰) د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د سیمې د ارمني نژادو قواو ترمنځ د سمدستي اوربند او پرته له ځنډه بیرته د مذاکراتو پیل کیدل غوښتي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې د منسک ډله چې په ۱۹۹۲ کال کې د ناګورنو قره باغ د لانجې د سوله ییز حل په مقصد رامنځ ته شوې ده، فرانسه، روسیه او امریکا یې غړي دي.

ددې هیوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې: «مونږ د اړوندو پوځي ځواکونو څخه سمدستي د دښمنیو د بندیدیو غوښتنه کوو...مونږ همداشان د ارمنستان او اذربایجان په مشرانو غږ کوو چې پرته له ځنډه په ښه نیت او پرته له مخکنیو شرطونو ایښولو بیرته د خبرو میز ته لاړ شي.»

له بلې خوا د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان نن د پنجشنبې په ورځ وویل دا د منلو وړ نده چې د امریکا متحده ایالات، روسیه او فرانسه اوس د قفقاز د سیمې د اوربند په لټه کې دي، پداسې حال کې چې ۳۰ کاله یې ددې سیمې په ستونزو سترګې پټې کړي.

ښاغلي اردوغان همداشان د ترکیې پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې که په سیمه کې دوامداره سوله غواړو او ارمنستان باید د ناګورنو قره باغ څخه ووځي. ترکیه پدې شخړه کې د ترک نژاده اذربایجان ملاتړ کوي.

په ناګورنو قره باغ کې د تیرو پنځو ورځو راهیسې د اذربایجان او ارمني قواو ترمنځ جګړې روانې دي چې تر اوسه په کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG