د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ ندی 


په حوواره ښارګوټي کې د ملکي فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی
په حوواره ښارګوټي کې د ملکي فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی

فرانسې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د میشتو اسرائیليانو برید وغنده او وویل چې "د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی".

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، پاریس په هغه ښارګوټي برید په کلکه غندي چې په کې دوه اسرائیلي وروڼه وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې پرون یو فلسطیني وسله وال په لویدیځه غاړه کې دوه اسرائیلي وروڼه په ډزو ووژل.

ددې پیښې وروسته په لویدیځه غاړه کې په یهودي میشت ځایونو کې په لسګونو میشتو اسرائیلیانو د شپې پر مهال د فلسطینیانو کورونه او موټرونه وسوځول.

د سیمې یو اوسیدونکي دیا اودیه وویل: "هغوی موټرونه او کورونه وسوځول او هرڅه یې له منځه یوړل. کله چې موږ د اسرائیلي اوسیدونکو د په شا تمبولو هڅه وکړه، د اسرائیل پوځ په موږ باندې اوښکې بهونکی ګاز وپاشلو."

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د اوښکې بهوونکي ګاز د لګېدو له امله تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د حوواره ښارګوټي د ښاروالۍ یو کارکوونکي ویلي، لږ تر لږه ۳۰ کورونه او تر ۱۰۰ ډېر موټرونه سوځېدلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په لویدیځه غاړه کې د وضعیت د لا خرابیدو او وضعیت د کنټرول څخه د وتلو خطر شته.

فرانسې پر ټولو خواوو غږ کړی چې تاوتریخوالی ته د لمن وهلو څخه ډډه وکړي او د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "د یو اشغالګر ځواک په توګه" دا د اسرائیل د حکومت مسولیت دی چې د فلسطیني ملکي وګړو ساتنه وکړي او د هغو بریدونو عاملین ومومي چې په شمالي ښار حوواره کې یې موټرونه او کورونه سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG