د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې باندې د اروپايي ټولنې د تحریمونو وضع کېدل او د فرانسې هڅې


فرانسه په دې هڅه کې ده چې د اروپايي‌ ټولنې غړو ته ترکیې باندې د تحریمونو وضع کولو په اړه قناعت ورکړي خو د فرانسوي ډیپلوماټانو په وینا پاریس تر اوسه یوازې په دې توانېدلی چې یونان او قبرس باندې دغه مساله ومني.

د روان کال په اکټوبر میاشتې کې د اروپايي ټولنې مشرانو ترکیې ته ګواښ وکړ چې په مدیترانه بحیرې کې د ګازو د پلټنې او سپړنې لړۍ ودروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یف ویلي چې ترکیه پوهیږي چې څه وکړي. دهغه په وینا "ترکیه باید یا همکاري وکړي او یا هم شخړه."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت، د اروپايي ټولنې پارلمان کې پر دغه هېواد د تحریمونو د وضع کېدو په اړه بحث بې ګټه بللی دی.

تر دې دمه پر ترکیې باندې د تحریمونو څرنګوالی نه دی ښکاره خو د رویټرز خبري اژانس د اروپايي ډیپلوماټانو له قوله لیکلي چې ښايي د ترکیې د ګازو صنعت، ټرانسپورټ، بانکونه او اروپايي ټولنې سره سوداګریزو چارو باندې تحریمونه راشي.

پر همدې حال یو اروپايي ډیپلوماټ چې نه غواړي نوم یې یاد شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ترکیه د اروپايي ټولنې سره په ډېرو برخو کې راکړه ورکړه لري. دغه ډیپلوماټ زیاتوي چې تر اوسه اروپايي هېوادونو پردې سره نه دي جوړ تر څو ترکیې باندې تحریم وضع کړي.

د اسلام پر پیغمبر محمد (ص) د کارټون خپرولو په غبرګون کې ترکیې پر فرانسوي محصولات تحریم وضع کړ. له دې سره سره فرانسوي چارواکي وايي چې ترکیه قره باغ کې شخره پراخوي خو ترکیه بیا دغه ادعاوې رد کړي دي.

دا دوه لاملونه د ترکیې او فرانسې اړیکې ترینګلې کړي دي.

ترکیه د ناټو غړی هېواد دی خو له دې سره د اروپایي ټولنې لومړیتوبونو خلاف د لیبیا او سوریې په شخره کې ښکېل دی.

د فرانسې د دغو هڅو بریالیتوب لپاره باید جرمني پر ترکیې تحریمونه ومني.

که څه هم جرمني په مدیترانه بحیرې کې د ترکیې له خوا د ګازو زېرمو قبضه کولو باندې خوښ ندی خو تمه لري چې د یونان او ترکیې دغه لانجه د خبرو اترو له لارې حل شي.

تېره اونۍ یوه ترکۍ بیړۍ د جرمني ځواکونو له خوا ودرول شوه. دغه خبر د انقرې او اروپایي ټولنې اړیکې لا ترینګلې کړې. ترکي چارواکو ویلي چې دغې بیړۍ لیبیا ته بشري مرستې رسولې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جرمني ځواکونو دغه عمل سمندري غلا بللې او په اعتراضي ډول یې انقرې کې د جرمني او ایټالیا استازي احضار کړي دي.

XS
SM
MD
LG