د لاس رسي وړ اتصالات

د اټومي مذاکراتو بیرته پیل کیدل: ایران له امریکا څخه ضمانت غواړي 


ایران وایي اټومي مذاکرات چې ټاکل شوې نن دوشنبه ډسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) په ویانا کې بیرته پیل شي باید پر ایران باندې د بندیزونو په لرې کولو تمرکز ولري او "ضمانت" وکړي چې متحده ایالات دې تړون سره بیرته یوځای کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د مذاکراتو د اتم پړاو له پیل کیدو دمخه وویل چې د دوشنبې د ورځې د مذاکراتو اجنډا باید دغه موافقې ته د امریکا د بیرته راتګ او پر ایران باندې د بندیزونو د پای ته رسیدو "د ضمانت او تائید مسله" وي.

ښاغلي عبداللهیان وویل: "زمونږ لپاره تر ټولو مهم څیز دادی چې داسې ټکي ته ورسیږو چې وکړای شو تائید کړو چې د ایران تیل په ارامه او پرته له محدودې څخه پلورل کیږي او ددې تیلو پیسې د بهرنیو اسعارو په توګه د ایران بانکي حسابونو ته انتقالیږي او کولای شو د ټولو عایداتو څخه ګټه واخلو. "

د ایران د اټومي تړون د راژوندي کولو لپاره مذاکرات له پنځو میاشتو ځنډ وروسته د نومبر په ۲۹مه د اتریش په مرکز ویانا کې له سره پیل شول، خو تر اوسه یې کومه څرګنده نتیجه نده ورکړې.

ایران وایي چې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی خو اروپایي دپلوماتانو خبرداری ورکړی چې "په چټکه د لارې د پای ته رسیدلو په حال کې دي".

د ایران په چارو کې د متحده ایالاتو استازي راب مالي،‌ ویلي دي د ایران د اټومي تړون د بیرته ژوندي کولو لپاره یواځې څو اونۍ پاته دي.

ښاغلي مالي، د CNN تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې که د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اټومي تړون د بیرته ژوندي کولو لپاره دپلوماسي ناکامه شي، "د کړکیچ د شدت دوره" به رامنځته شي.

د اتم پړاو مذاکراتو د پیل په غونډه کې به د ایران بریټانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې هیاتونه حضور ولري.

د ایران د اټومي تړون د موافقې په اساس چې په ۲۰۱۵ کې لاس لیک شو، پر ایران باندې د لویدیځې نړۍ اقتصادي بندیزونه لغو کیږي او په بدل کې یې تهران ژمنه کړې وه چې د یورانیمو غني کول چې په اټومي وسلو د جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي محدود کړي.

خو د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ، په یو اړخیزه توګه ددغه نړیوال تړون څخه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول.

ایران په غچ کې د خپلو یورانیمو د غني کولو پروسه چټکه کړه. یورانیم هغه کیمیاوي مواد دي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د حکومت د کار د پیل وروسته د دواړو هیوادونو مقاماتو ددې اټومي تړون د راژوندي کولو لپاره لیوالتیا وښودله خو د اووو پړاونو مذاکراتو سره سره تر اوسه واشنګټن او تهران وروستۍ موافقې ته ندي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG