د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیم رئیسي: د اټومي وسلو درلودل "حرام" دي


د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ ( وږې ۳۱) نه یوازې دا چې د اټومي وسلو درلودل حرام وبلل بلکې پر خپل هیواد یې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په هدف د اټومي خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

ښاغلي رئیسي له وړاندې څخه په یوه ثبت شوي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو په ۷۶مه سرمشریزه کې خپور شو، پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه" د بشریت پر ضد جنایت" وبلل او ادعا یې وکړه چې تهران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد پر ټولو تعهداتو عمل کړی دی.

د ایران د اټومي پروګرام د برخلیک په اړه د واشنګټن او تهران غیر مستقیمې خبرې په جون میاشت کې د ایران د جمهور رئیس په توګه د ابراهیم رئیسي تر ټاکل کیدو دوه ورځې وروسته ودریدې.

رئیسي په خپله ثبت شوې وینا کې د ټولو اړخونو له خوا د اټومي توافق د عملي کیدو غوښتنه وکړه خو ادعا یې وکړه چې امریکا " په خپل تعهد چې د بندیزونو لغوه کیدل دي عمل ندی کړی."

د ایران نوي جمهور رئیس د هغه هیواد د دوو پخوانیو جمهورو رئیسانو په څیر ادعا کړې ده چې د اټومي وسلو درلودل د تهران په دفاعي اصولو کې ځای نلري او ټینګار یې کړی چې د اټومي وسلو تولید، جوړول او زیرمه کول حرام دي.

د رئیسي له وینا ساعت مخکې، د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې واشنګټن اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوي ته ژمن دی.

ښاغلي بایډن وویل، امریکا غواړي د دیپلوماسۍ او دیپلوماتیکو لارو څخه د ایران د اټومي پروګرام پر مسایلو پام وکړي او که ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد ټولو تعهداتو ته ستون شي امریکا به هم له یاد تړون سره بیرته یوځای شي.

رئیسي چې د بشري حقونو د نقض له امله د امریکا د بندیزونو په لست کې دی، د سه شنبې په ورځ په خپله ثبت شوې وینا کې وویل" د ایران د ستر ملت انتخاب دی" هغه زیاته کړه، د ایران په استازیتوب غواړي نړۍ ته " عقلانیت، عدالت او ازادي" درې پیغامونه ورسوي چې په معاصر عصر کې د انسانانو د حیات اساسي اصول شمیرل کیږي.

د رئیسي له وینا ساعت مخکې، د ایران د اسلامي جمهوري یو شمیر مخالفو ایرانیانو په نیویارک ښار کې اعتراضي غونډه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې غوښتل چې د ایران پر اسلامي جمهوري د بندیزونو د لګیدو تر څنګ په شپیتمه لسیزه کې د رئیسي د اقداماتو او سابقې په اړه تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG