د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان د رسنیو د ازادۍ په اړه بیان ته سخت غبرگونونه


په پاکستان کې خبریالانو او د حکومت سیاسي مخالفینو د صدراعظم په امریکا کې د رسنیو په اړه هغه ویناگانې چې وایي پاکستان کې رسنیو ته هر ډول ازادي لري او هیڅ بندیزونه پرې نشته، دروغ بللی

په واشنگټن ډي سي کې د عمران خان نه څو ځله په پاکستان کې په رسنیو او خبریالانو د بندیزونو په اړه وپوښتل شوه، چې هغه یې په ځواب کې وویل چې پاکستان کې رسنۍ ازادي لري او د بندیزونو رپورټونه دروغ دي.

د پاکستان مسلم لیگ نون گوند مشر شهباز شریف په خپل ټویټر ولیکل:

​"نیازي صاحب ځان یو مکمل دروغجن ثابته کړ چې د پاکستان رسنیو ته یې ازاد وویل. هغه د رسنیو د ازادي د ځبلو په لړ کې لاس لري. دا هغه څه دي چې پوځي واکمنۍ کې هم نه دي شوي."

د عمران خان د دغه تبصرې نه وروسته پاکستاني خبریالانو غبرگونو وښودل او د هغه وینا یې دروغ وبلله.

دپاکستاني خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې ټولنې مشر اقبال خټک امریکاغږ ډیوه راډیو ته وویل چې د عمران خان بیان مایوسه کړیدی او ویې ویل چې د خان وینا د ریښتیاو عکاسي نه کوي.هغه وویل چې د پاکستان رسنۍ یواځې د حکومت لپاره د مثبتو خپرونو ازادي لري.

خبریالې ثنا بوچا د عمران خان د څرگندونو نه وروسته په یو ټویټ کې طنز وکړ، هغې ولیکل:

​"رسنۍ ازادي دي. مایان الوځي او مرغان نه شي. اسمان شین نه دی."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې خبریالان د تیرو څو کلونو راهیسې دا تورونه لگوي چې په هغوي محدودیتونه دي او د حکومت نه غواړي چې د اساسي قوانینو سره سم حقوق دې تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG