د لاس رسي وړ اتصالات

۹۸ کلن فرانسوی ډاکتر د کروناویروس ضد مبارزې په لومړۍ لیکه کې


۹۸ کلن فرانسوی ډاکتر کریستیان چیني
۹۸ کلن فرانسوی ډاکتر کریستیان چیني

۹۸ کلن فرانسوی ډاکتر کریستیان چیني چې د څو نړیوالو روغتیایي کړکیچونو شاهد دی او د دوهمې نړیوالې جګړې پر وخت په محرقې ناروغۍ هم اخته شوی و، اوس هم د کروناویروس پر ضد مبارزه کې د ناروغانو په درملنه بوخت دی.

ډاکتر چیني د تیلیفون او انټرنیټ له لارې خپلو ناروغانو ته چې یو شمیر یې د لسیزو راهیسې د هغه مراجعین دي، مشورې ورکوي.

هغه په اونۍ کې یو ځل د متقاعدو مسیحي کشیشانو لیدنې ته ځي او هغوی ته روغتیایي مشورې ورکوي.

ښاغلی چیني پاریس ښار ته نژدې د شیول لاغو ښار د یو کلینیک د دریو ډاکترانو له ډلې څخه دی. دا ښار ۱۹۰۰۰ نفوس لري.

هغه تیره اونۍ خپل د جراحۍ کلینیک وروسته له هغې وتړه چې د کروناویروس ګڼې پیښې په سیمه کې رامنځته شوې او هغه په خپل ځان کې هم ددې ناروغۍ یو شمیر علایم ولیدل.

هغه د رویترز اژانس ته وویل: "که کلینیک مې نه وای تړلی، د ویروس په لابراتوار او د عفونیت په ځاله به بدل شوی وای".

ډاکتر کریستان چیني له ډاکتر کیدو دمخه د ولډنګ کار کاوه. هغه په ۱۹۵۱ کې لومړی د رادیولوژي د ډاکتر په توګه په کار پیل وکړ او بیا د عمومي داخلې ډاکتر شو. د ښاغلي چیني ځوی چې هم ډاکتر دی او اوس یې تقاعد کړی دی خو پخپله ډاکتر چیني لاهم کار کوي.

ډاکتر چیني وایي پدې خاطر چې فرانسه د یو لویدیځ ځواک په څیر او هغه هم د سولې پر وخت دغه ډول وبا په وړاندې تیاری نلري د خواشینۍ احساس کوي.

هغه وویل: "ځان کمزوری احساسوی. درملنه نشته، نه پوهیږي چې څوک ناروغ دی او څوک روغ."

ډاکتر چیني د کروناویروس خطر څخه چې د هغه په ګډون زیات عمر لرونکي‌ کسان ډیر ګواښي پوره خبر دی. خو بیا هم د پوره محافظتي وسایلو د کمبود سربیره د ناروغانو درملنه کوي.

هغه وایي چې د کروناویروس نه د ویرې په خاطر نشي کولای د ناروغانو سره په ځانګړې توګه د ډیر عمر کشیشانو سره خپله ۷۰ کلنه رابطه وشلوي.

XS
SM
MD
LG