د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې د عالمانو شورا مشر: پیغمبر ته منسوب کارتون له پامه وغورځوئ 


د فرانسې د ولسمشر له څرګندونو وروسته په یو شمېر مسلمانو هېوادونو کې مظاهرې وشوې
د فرانسې د ولسمشر له څرګندونو وروسته په یو شمېر مسلمانو هېوادونو کې مظاهرې وشوې

په فرانسې کې د مسلمانانو د شورا مشر محمد موساوي پر مسلمانانو غږ کړی دی چې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون له پامه وغورځوي او تاوتریخوالی ونکړي.

ښاغلي موساوي د دوشنبې په ورځ اکتوبر۲۷ (لړم ۶) په یوې اعلامیې کې له مسلمانانو غوښتي چې په داسې مسایلو کې د خپل پیغمبر لاره غوره کړي او ویلي دي‌ چې پر پیغمبر به خلکو ملنډې وهلې او په ناسمو القابو به یې یادوه، خو هغه به یې هېڅ ځواب نه ورکاوه.

ښاغلی موساوي وايي: « دا غوره ده چې د پیغمبر پر پل روان شو او داسې وګڼو چې دا کارتونونه زموږ له پیغمبر سره هېڅ تړاو نلري.»

په فرانسه کې څو ورځې مخکې یو شل کلن چیچنیايي د تاریخ یو ښوونکی له هغه وروسته وواژه چې هغه په ټولګي کې د بیان ازادۍ په یو بحث کې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب کارتون وښوده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د دغه ښوونکي وژل غندلي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا پېښه وغندله او د کارتون د خپرولو ننګه یې وکړه. فرانسې کې د دیني عالمانو د شورا مشر وايي چې د فرانسې په قانون کې د دا ډول کارتونونو خپرولو ته اجازه شته او «همدغه قانون هېڅوک نه مجبوري چې دا کارتونونه خوښ کړي او یا یې بد وګڼي».

د فرانسې د ولسمشر له څرګندونو وروسته د ځینو اسلامي‌ هېوادونو مشرانو د هغه دا خبرې په «اسلام برید» وګاڼه. د ترکیې ولسمشر رجب طب اردوغان له خپلو خلکو وغوښتل چې د فرانسې محصولات ونه پیري. فرانسې یې په غبرګون کې له ترکیې څخه خپل سفیر بېرته وربللی دی.

پاکستان هم د فرانسې سفیر د ولسمشر مکرون د څرګندونو په اړه احضار کړی و. په ځینو نورو هېوادونو کې مظاهرې وشوې او د ښاغلي مکرون دا څرګندونې غندل شوي دي. فرانسوي چارواکي وايي چې دا فعالیتونه د «افراطیانو له لوري» تنظیم شوي‌دي.

په ځینو هېوادونو کې د فرانسې د محصولاتو سره د بایکاټ غوښتنې شوي.

په همدې حال کې سعودي عربستان د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون غندلی دی خو د ځینو هغو هېوادونو غوښتنې ته یې غبرګون نه دی ښودلی چې د فرانسې د تولیداتو سره بایکاټ غواړي.

XS
SM
MD
LG