د فرانسې چارواکو د یکشنبې په ورځ دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۲) وویل یو ۱۵ کلن هلک چې ددغه هېواد د جنوب ختیځ په یو کلي کې د خپل مور او پلار د وژلو او خپل کور ته د اور اچولو په تور نیول شوی و، په خپل جرم اعتراف کړی دی.
دا هلک د شنبې په ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د فرانسې د لیون او ګرینوبل تر منځ په چاتویولین کلي کې، په یو سوځېدلي کور کې دوه جسدونه وموندل شو.
د ګرینوبل د څارنوالۍ مشر ایریک ویلینټ د یکشنبې په ورځ وویل: "زه تائید کولی شم چې ځوان ویلینټین پولیسو ته اعتراف کړی چې خپل مور او پلار یې وژلي دي."
دغه کور ته د نومبر په وروستیو کې اور اچول شوی و او له پېښې وروسته دا ځوان لادرکه شوی و.
ویلینټ د شنبې په ورځ د فرانسې په جنوبي ښار مونټپیلیر کې د پولیسو د تعقیبي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.
د څارنوالۍ څېړونکو ویلي چې د کور په پاتې شونو کې دوه "تقریبا په بشپړ ډول سوځېدلي" جسدونه موندل شوي دي.
څارنوالانو همدارنګه ویلي چې جسدونو په سر او سینه باندې د ډزو ټپونه درلودل او تر اوسه په عدلي طب کې تر څېړنې لاندې دي.
ځایي ښاروال ډینیل ګاډ فرانس پرس ته وویل: "دا یوه وحشتناکه تراژیدي ده. زه حیران یم."
د ښاروال په وینا، دې ځوان، د خپلې مور په څیر، ذهني ناروغي درلودله.
د ویلنټین ۵۸ کلن پلار انجینر و او ۵۲ کلنه مور یې د کور څخه کار کاوه. د هغه ۱۷ کلن ورور د پېښې پر مهال په کور کې نه و.
د دې کلي اوسیدونکي ۶۰ کلن برونو اولیوا فرانس پرس ته وویل: "[دا پېښه] زړه بوږنوونکې ده. هیڅ الفاظ ورته نشته. د کلي ټول اوسېدونکي د دې په اړه خبرې کوي."
نوموړي زیاته کړه: "[دا کورنۍ] ډیر نه ښکارهه کیدل. دغه ځوان ښوونځي ته نه تلو او لیرې والی یې غوره کړی و."
فورم \ دبحث خونه