د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسې کې یو سړي د چاقو په برید کې شپږ تنه ژوبل کړي


د برید انګیزه لا معلومه نه ده
د برید انګیزه لا معلومه نه ده

په فرانسې کې چارواکي وايي یو کس په خلکو د چاقو برید کړی دی او شپږ تنه یې ژوبل کړي دي.

مقامات وايي چې برید نن چهارشنبه جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) د «ګیر دو نورد» بسونو په تمځای کې شوی دی.

د بسونو دغه تمځای چې په اروپا کې یو بوخت تمځای بلل کېږي شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین خبریالانو ته وویل چې پولیسو بریدګر په ډزو وېشتلی دی او د «د مرګ او ژوند ترمنځ» حالت کې روغتون ته انتقال کړل شوی دی.

د برید انګیزه لا معلومه نه ده. د بریدګر او قربانیانو هویت هم په بشپړ ډول څرګند شوي نه دي. مقامات وايي چې جنايي تحقیقات یې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG