د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په بریدونو کې یو فرانسوی سرتېری او دوه بهرني کارګران وژل شوي

په داسې حال کې چې ایران سیمه‌ییزو بریدونو ته دوام ورکوي په عراق او عمان کې د ایران د ډرون په بریدونو کې یو فرانسوی سرتېری او دوه بهرني کارګران ووژل شول.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د پنجشنبې په ورځ ( مارچ ۱۲) وویل چې د عراق د اربیل په سیمه کې د یو برید له امله یو فرانسوی سرتېری وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چی د ایران د ترهګر رژیم پر ضد د امریکا او اسراییل پوځي عملیات خپلې ۱۴مې ورځې ته غځیدلي دي.

مکرون وویل چې وژل شوی پوځي د فرانسوي ځواکونو له ډلې څخه یو سرتیری و چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کردستان په سیمه کې د اسلامي دولت (داعش) ترهګرې ډلې پر ضد د جګړې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د فرانسې د دفاع وزارت وویل چې د ډرون برید د مرګ ژوبلې لامل شو. مکرون دغه سرتېری د ارنود فریون په نوم یاد کړ او زیاته یې کړه برید“د منلو وړ نه دی”.

مکرون دا ونه ویل چې برید ایران کړی او که په عراق کې د ایران د رژیم د ملاتړو ملیشو ډلو څخه کومې یوې کړی و. هغه وویل: “په ایران کې جګړه داسې بریدونه نه شي توجیه کولای.”

د فرانسې لپاره د امریکا سفیر چارلز کوشنر وویل چې د دغه سرتېري د مړینې له امله «خواشینی» شوی دی.

هغه د ایکس د ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې وویل: "زموږ دعا د هغه له کورنۍ سره ده، د الپاین شاسور د اووم کنډک له هغو سرتېرو سره ده چې د پرون په برید کې ټپیان شوي، او له هغو امریکایي جنګیالیو سره ده چې په سیمه کې هم وژل شوي دي."

دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې ایران په سیمه کې پر ملکي زیربناوو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه بهرني کارګران وژل شویدي او څو نور ټپیان هم دي. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ډرون د عمان د شمالي صحار ولایت په صنعتي سیمه ولګېد. په همدې سیمه کې دوهم ډرون هم په یوه پرانستې سیمه ولګېد، خو د نورو مرګ ژوبلو رپوټ ندی ورکړ شوی.

بل پلو د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي چې د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د ناټو هوايي دفاعي سیسټمونو هغه بالستیک توغندی شنډ کړ چې له ایران څخه د ترکیې په لور توغول شوی و. د امریکا او اسراییل د عملیاتو د پیل راهیسې دا دریم ځل دی چې ترکیه د بالستیک توغندي هدف ګرځي، او انقرې ویلي چې له تهران څخه پدې تړاو د وضاحت غوښتنه کوي.

د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې هم د ډرون بل برید وشو چې پر یوې ودانۍ ولګېد. د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ یې اووه بالستیک توغندي او ۲۷ ډرونونه شنډ کړي دي.

تر اوسه پورې، د ایران له بریدونو څخه په اماراتو کې شپږ کسان وژل شوي او له ۱۴۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي. سعودي عربستان، کوېټ او بحرین هم هر یو د جګړې له پیل راهیسې د ایران د رژیم د بریدونو له امله د دوو کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړي دي.

سره له دې چې ایران په سیمه کې بریدونه کړي، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت د جمعې په ورځ وویل چې د رژیم د توغندیو شمېر او د یوطرفه ډرون بریدونه په ترتیب سره ۹۰٪ او ۹۵٪ کم شوي دي.
هغه د د جګړې د وزارت په یوه خبري غونډه کې وویل: "د دوی توغندي، د توغندیو لانچرونه او ډرونونه یا له منځه وړل شوي او یا هم مخکې تر لګېدلو په اسمان کې ویشتل شوي دي."

امریکایي چارواکي وایي چې د "حماسي غضب" عملیاتو هدف دا دی چی ددې رژیم بالستیک توغندي له منځه یوړل شي، د ډرون جوړولو وړتیا یې ختمه شي، او د ایران هغه توان له منځه یوړل شي چې د امریکایانو او د خپلو ګاونډیانو پر ضد ځواک کاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG