د لاس رسي وړ اتصالات

یو فرانسوی د خپل مرګ شېبه پر فیسبوک ژوندۍ خپروي


الن کوک شاوخوا درې لسیزې کیږي چې ناروغ دی.

په فرانسې کې یو تن چې لاعلاجه رنځ لري، غواړي خپل د مرګ شیبه په ټولنیزو شبکو کې په ژوندۍ بڼه خپره کړي.

د الن کوک په نامه ۵۷ کلن فرانسوي د جمهور رئیس ایمانیول مکرون نه غوښتي و چې د یو ځانګړي درمل د خوړولو اجازه دې ورته ورکړل شي چې په آسانۍ ساه ورکړي خو جمهور رئیس یې غوښتنه ونه منله او ویې ویل چې د فرانسې په قانون کې ورته اجازه نده ورکړل شوې.

د ښاغلي مکرون د پریکړې نه وروسته دغه ناروغ دارو درمل، اوبه او خوراک بند کړیدي.

دغه شخص ۳۴ کاله کیږي چې پدې ناروغۍ اخته دی او ویلي یې دي چې سر د نن نه به د خپلې مړینې شیبه په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼه خپروي.

هغه په یوې لنډې ویډیو کې ویلي " زه آرام یم او خپله پریکړه مې کړیده."

دغه ناروغ چې پخپل کور کې په بسترې کې پروت دی، په ویډیو کې همدارنګه ویلي، " خپله وروستۍ ډوډۍ مې وخوړله، ستاسې د روغتیا لپاره به آخر ځل اوبه وڅښم او باور وکړئ چې زه خوښ یم. "

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون دغه ناروغ ته په لیک کې لیکلي: "دا چې زه د قانون نه لوړ نه یم، زه ستا غوښتنه نشم منلی."

په سویټزرلنډ، بلجیم او هالنډ کې دا قانون شته چې په ځینو قضیو کې ناروغ ته د طبي لارو چارو مرګ آسانه کیږي خو په فرانسې کې د کالتولیک مذهب د کلیساو د فشار له وجې دا قانون ندی منل شوی.

XS
SM
MD
LG