د لاس رسي وړ اتصالات

د جي-۷ مشران له افغانستان څخه د وتلو پر ضرب الاجل غږېږي 


د نړۍ مشران به ولسمشر بایډن څخه وغواړي چې د اګست میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي
د نړۍ مشران به ولسمشر بایډن څخه وغواړي چې د اګست میاشتې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي

ټاکل شوې چې نن سه شنبه اګست ۲۴ (وږي۲) د جي-۷ هېوادونو مشران پر افغانستان خبرې وکړي او له ولسمشر بایډن څخه وغواړي چې د اګست له ۳۱مې وروسته هم افغانستان کې پاتې شي چې د تخلیې د بهیر چارې تسهیل کړي.

د جي-۷ په ګروپ کې امریکا، بریتانیا، کاناډا، جرمني، فرانسه،‌ ایټالیا او جاپان شامل دي‌. د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن اوس د دغه ګروپ مشر دی. د افغانستان په اړه دا ضطراري‌غونډه به د ویدیو کنفرانس له لارې کیږي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن تر غونډې مخکې ویلي وو: «زه به له خپلو ملګرو او ایتلافیانو څخه وغواړم چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د کډوالو او بشري چارو په برخو کې مرستې ته را ودانګي.»

ولسمشر بایډن اعلان کړی دی چې د اګست له ۳۱ وروسته به په افغانستان کې د تخلیې بهیر ختموي، خو یو شمېر امریکایي چارواکو هیله څرګنده کړې ده چې شاید دا بهیرله اګست وروسته هم وغځول شي.

ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن به په دې اړه له دغې غونډې وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.

یو شمېر هغه افغانان چې فکر کوي د طالبانو تر حاکمیت لاندې یې ژوند په خطر کې دی له افغانستان څخه وځي او یو شمېر شکایت کوي چې د هوايي ډګر مخې ته د ګڼې ګوڼې او طالبانو د تالاشۍ د خونو له کبله نشي کولای هوايي ډګر ته ځانونه ورسوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل: «موږ د سیاسي‌ او امنیتي‌ لارو څخه هره ورځ له طالبانو سره په کابل کې د هرې پېښېدونکې مسئلې په اړه خبرې کوو.»

نوموړي وویل چې ولسمشر بایډن هره ورځ «دا معلومات ترلاسه کوي» او خپله پرېکړه به کوي. ښاغلي سولیوان له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د سپینې ماڼۍ د پرېکړې ننګه وکړه.

خو په کور دننه یو شمېر امریکايي سیاستوال شته چې په دغې پرېکړې انتقاد لري.‌ جمهوریت غوښتونکی سناتور مایک راونډز څو ورځې مخکې وویل: «په افغانستان کې حالت ورځ په ورځ خرابیږي.‌ د بایډن اداره باید په افغانستان کې د پاتې امریکایانو اېستل خپل لومړیتوب وګڼي.»

امریکایي چارواکي‌ وايي د جولاۍ له میاشتې راپدیخوا تر دې دمه یې له افغانستان څخه شاوخوا ۶۰زره کسان را اېستلي او یا یې د هغوی په اېستلو کې مرسته کړې ده.

طالبانو د اګست په ۱۵ کابل ونیوه او له هغه وروسته لسګونه زره خلک د کابل هوايي ډګر ته روان دي‌چې له افغانستان څخه ووځي. په دوی کې یو شمېر د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د افغانستان د امنیتي‌ ځواکونو غړي، حکومتي کارکوونکي او نور هغه کسان شامل دي‌چې فکر کوي‌ د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند ته خطر دی.

طالبان وايي دوی عمومي بخښنه اعلان کړې او خلک دې له وطن څخه نه وځي، خو دا خلک وايي‌ چې د طالبانو په ژمنو باور سخت دی.

XS
SM
MD
LG