د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د جي شل غونډه کې د ګدون لپاره ایټالیا ته ځي


د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د سه شنبې په ورځ اکټوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وویل چې جمهور رئیس جوبایډن به روانه اوونۍ د جي شل د هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې په ایټالیا کې جوړیږي، ګډون وکړي.

ایټالیا اوسمهال د جي شل یا شلو صنعتي هیوادونو د ډلې مشري پر غاړه لري.

جک سلوان ویلي دي چې په دې غونډه کې به د نړۍ مشران د انرژۍ د قیمت، د ایران د اټومي پروګرام او یو شمیر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل چې جمهور رئیس جوبایډن به په خپل دې سفر کې هڅه وکړي چې په ټوله نړۍ کې ګمرکي تعرفې حد اقل ته ورسیږي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې جمهور رئیس بایډن به د پنجشنبې په ورځ‌ ایټالیا ته سفر وکړي او د جي شل په غونډه کې له ګډون مخکې، د جمعې په ورځ د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسس سره وګوري.

بایډن به په ایټالیا کې د جي شل له غونډې وروسته، د سکاټلنډ ګلاسکو ښار ته سفر وکړي او د ملګرو ملتونو د سازمان د اقلیمي بدلونونو په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ښاغلي سلوان ویلي دي امریکا او اروپا دې غونډې ته ژمن دي خو د چین جمهور رئیس شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادمپیر پوتین به په دې غونډه کې په حضوري شکل ګډون ونکړي.

رویټرز راپور ورکړی چې جمهور رئیس شي د کویډ نولس ویروس له خپریدو وروسته تر اوسه له چین څخه بهر هیڅ سفر کړی ندی.

د امریکا د ملي‌ امنیت سلاکار په وینا، امریکا او اروپايي ټولنه به په دواړه غونډو کې "په انرژۍ او یووالي" سره ګډون وکړي.

دا د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې واک ته د جمهور رئیس جوبایډن له رسیدو وروسته، له امریکا څخه بهر د هغه دویم سفر دی.

XS
SM
MD
LG