د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اټومي‌ مذاکراتو له بیا پیل سره موافقه وکړه


ایران د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۷ (لړم پنځمه) وویل چې په نومبر میاشت کې به د نړۍ له قدرتونو سره د اټومي قرار داد د بیا راژوندي‌ کیدو په اړه له پنځه میاشتي‌ ځنډ وروسته اټومي مذاکرات له سره پیل کړي.

تهران وروسته هغه له اټومي مذاکراتو سره هوکړه وکړه چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد غړو هیوادونو وویل د نړیوالې ټولنې صبر د تمامیدو په حال کې دی.

ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته د ستنیدو په هدف په اتریش کې د جمهور رئیس جوبایډن له حکومت سره پنځه دوره غیر مستقیم مذاکرات وکړل، خو دا خبري په جون میاشت کې وروسته له هغه وځنډیدې چې د ایران نوي سخت دریځي‌ ولسمشر ابراهیم رئیسي کار پیل کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري د بلجیم پلازمینې بروکسل ته په سفر کې له اروپايي ټولنې له مرکچي انریکي مورا سره په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ.

ښاغلی باقري چې د ایران د مذاکراتي ټیم مشري هم کوي په ټویټر پاڼه لیکلي:"موږ موافقه وکړه چې د نومبر له پای ته رسیدو مخکې خبري پیل کړو."

نوموړي وویل د اروپايي ټولنې له مذاکره چې انریکې مورا سره یې د بریالیو مذاکراتو د ضروري عناصرو په اړه جدي او ګټورې خبري کړي دي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ توافق وروسته له هغه له کاره ولوید چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له یاد قرار داد څخه ووت او پر تهران یې سخت بندیزونه ولګول.

خو د ټرمپ ځای ناستي بایډن ویلي چمتو دی په هغه شرط بیرته قرار داد ته ستون شي چې ایران هم خپل هغه اټومي‌ فعالیتونه بند کړي چې د ټرمپ د بندیزونو په غبرګون کې یې پیل کړي دی.‌

امریکا د ایران ددغه اعلان په اړه احتیاط ښودلی خو ویلي دي باور لري‌ چې په اتریش کې د خبرو له شپږو پړاونو وروسته لږ شمیر موارد پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي:"موږ ویانا ته د ستنیدو لپاره چمتو یو او موږ باور لرو دا امکان لري چې په دوه اړخیز ډول تعهداتو ته د ستنیدو لپاره ډیر ژر یو توافق ته ورسیږو."

ایران په داسې حال کې اټومي مذاکراتو ته له ستنیدو سره موافقه کوي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ییر لاپید په اکټوبر میاشت کې واشنګټن ته په سفر کې د ایران په وړاندې د نظامي اقدام خبرداری ورکړ.

اسرائیل د یوه ایراني ساینسپوه په ګډون په هغه هیواد کې په یو لړ تخریبي اعمالو تورن دی. ایران د سه شنبې په ورځ سایبري بریدونه په د هغه هیواد د تیلو د ویش په بهیر کې د ځند لامل وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن که څه هم له دیپلوماسي ملاتړ کړی خو ویلي دي که خبري بل طرف ته ولاړي شي، امریکا نورې ګزینې هم لري.

ایران په بشپړ ډول د بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه کوي خو د بایډن حکومت وایي یوازې پر هغو بندیزونو بحث کوي چې د ټرمپ له خوا په ایران لګول شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG