د لاس رسي وړ اتصالات

جي-۷ هیوادونو د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو بندیزونو سره سخت مخالفت څرګند کړ 

په جاپان کې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
په جاپان کې د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو (جي-۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د اپریل په ۱۷ (وري ۲۸) د افغانستان او مرکزي اسیا تر عنوان لاندې غونډه کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو باندې د طالبانو له مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره سخت مخالفت څرګند کړ.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې غونډه کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر هایاشي یوشیماسا په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابوالي او بشري وضعیت په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه.

یوشیماسا، چې د غونډې کوربه و، په افغانستان کې په بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو باندې د طالبانو محدودیتونه او د هغوی وروستۍ پرېکړې په "کلکه وغندلې".

جاپان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره مرسته کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې له طالبانو سره په "دوامداره او مستقیم" تعامل او د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د جي-۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې طالبانو ته باید یو واحد پیغام واستوي چې افغانستان د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

دوی وویل، طالبان باید بشردوستانه کارکونکي بې له کوم خنډه پرېږدي چې په اړمنو کسانو مرستې وویشي.

څه موده وړاندې طالبانو د ملګرو ملتونو په دفترونو او تر هغه دمخه په نورو کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه؛ هغه پریکړه چې سخت نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د نړیوالو له سختو نیوکو او په افغانستان کې د ځینو بشري سازمانونو د فعالیتونو له کموالي او ځنډېدو سره سره، طالبانو ویلي چې دا پرېکړه د افغانستان داخلي مسئله ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل په ۱۲ (وري ۲۳) په یوه اعلامیه کې وویل: «باید ووایو چې اسلامي امارت نه غواړي د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، بلکې غواړي دا مسله روښانه کړي چې دا موضوع د افغانستان داخلي ارزښت دی، د بل هیچا لپاره ستونزه نه رامنځته کوي، او ټولې خواوې باید ورته درناوی وکړي."

د مجاهد په وینا، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار منع کول "تبعیض" نه دی.

طالبانو له دې مخکې د منځنیو او عالي ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې او عامه ځایونو لکه تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او کلبونو ته یې ښخې له ورتګ څخه منع کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG