د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغانستان د ناوړه اقتصاد د سمون لپاره د مېرمنو کار اړین بولي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د محدودیت تر لګیدو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي چې د مرستې رسونې د فعالیتونو د دوام لپاره د ښځینه کارکوونکو حضور ډیر مهم دی.

ګوتیریش د شنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۰) په یوه ټویټ کې لیکلي: "د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې د حیاتي مرستو د رسولو په ګډون زموږ د کار لپاره اړینې دي. د بشر دوستانه چارو د تصمیم نیونې په برخه کې د میرمنو او نجونو غږ کمزوری دی او که هغوی په دې برخه کې دخیلې وي، نتیجه به یې قوي وي."

ښاغلي ګوتیریش تر دې مخکې هم د طالبانو ددې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی وو که طالبان خپله پرېکړه بدله نکړي، په افغانستان کې به اړمنو کسانو ته د حیاتي مرستو د رسیدو په برخه کې د ملګرو ملتونو توان کمزوری شي.

نوموړي په خپل تازه پیغام کې د طالبانو ذکر ندی کړی خو دا پیغام یې وروسته له هغه خپور کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما، د اپریل په پنځمه نیټه وویل، طالب چارواکو د ملګرو ملتونو په اداراتو کې د مېرمنو د کار نه کولو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه اوسمهال په افغانستان کې د ۴۰۰ ښځینه کارکوونکو په ګډون کابو ۳۳۰۰ پرسونل لري چې ډیری یې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي.

ملګرو ملتونو د جنوري په میاشت کې وویل په بهرنیو او کورنیو غیر حکومتي سازمانونو کې د میرمنو په کار بندیز به په افغانستان کې بشري او اقتصادي کړکیچ څو برابره کړي.

په افغانستان کې له اقتصادي مشکلاتو سره د مخامخ میلیونونو کورنیو څخه یوه د ۸۲ کلن حاجي جمال کورنۍ ده. نوموړی چې د افغانستان په هرات ولایت کې ژوند کوي وایي، کار نلري او خپل روژه ماتی د خلکو په خیراتونو کوي.

هغه د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه زیاته کړه: "پرون مې ۶۰ او نن مې ۷۰ افغانۍ کار کړی دی. له دې پیسو سره کرایه ورکړم؟ آیا د برق پیسې ورکړ؟ د اوبو پیسې ورکړم؟ که د کورنۍ په مصارفو یې ولګوم؟ لوڼې مې غواړي بوټونه ورته واخلم خو زه د بوټونو د اخیستلو لپاره پیسې نلرم."

حاجي جمال زیاتوي، دی په کراچۍ کې د خلکو توکي تر کورونو رسوي خو دا چې هټیوال وزګار وي او کاروبار یې ښه نه وي، نو دی هم وزګار کیږي.

د حاجي جمال د کورنۍ غړې، شفیقه، وايي: "که څوک موږ ته څلور ډوډۍ راکړي، موږ یې له چای سره خورو، او که څوک توربانجان او یا هم بینډۍ راکړي نو پخوو یې. که څوک مرسته راسره ونکړي، موږ بیا هماغه چای له وچې ډوډۍ سره خورو."

مرسته رسوونکي بنسټونه وایي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، ددې هیواد بشري او اقتصادي کړکیچ نور هم زیات شو.

د نړیوالو مرسته کوونکو موسسو د شمېرو له مخې، د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس څخه څه باندې نیمایي یې له لوږي سره مخامخ دي او کابو څلور میلیون ماشومان له خوارځواکۍ رنځیږي.

XS
SM
MD
LG