د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي د ملګرو ملتونو ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه یې له یوناما سره خبرې کړي


دیدار نمایندگان یوناما و طالبان
دیدار نمایندگان یوناما و طالبان

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د کورني سیاست او اقتصادي چارو د څانګو چارواکو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د دفتر د عمومي رئیس محمد ذاکر سره د طالبانو له خوا د "ملګروملتونو په دفترونو کې له کار څخه د افغان میرمنود منع کیدو" په مسئلې خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۱ ( حمل۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د یوناما د کورني سیاست او اقتصادي چارو د څانګو چارواکو ماروین توماس پاټرسان، دني بوگا او جولین لیني، د طالبانو حکومت سره د خبرو له لارې د مسلو پر هواري ټینګار کړی دی.

طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو نږدې یوه اونۍ دمخه د ننګرهار ولایت کې د یوناما ښځینه کارکوونکي له کار څخه منع کړې.

د طالبانو ددې اقدام وروسته افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" د اپریل په پنځمه ( حمل ۱۵) وویل، چې په دې اړه به د وضاحت ترلاسه کولو لپاره کابل کې د طالبانو د چارواکو سره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، له خوا د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۵ پورې د عملياتي چارو د بياکتنې لړۍ پيل شوې ده.

د یوناما له خوا د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې په دغې موده کې به په افغانستان کې ملګري ملتونه اړينې مشورې ترسره، اړين عملیاتي تنظيم به رامنځته، او د ټولو ممکنه پايلو لپاره به چټک بيړني پلانونه ترتیب کړي.

ملګروملتونو همدارنګه ویلي: " د بندیز ټول اړخونه او پایلې به وڅیړو او خپل هغه فعالیتونه، چې په هغو برخو کې، چې د بندیز سره مخ کیږي و به یې ځنډو. دا مسله به د دایمي څیړنې لاندې ونیول شي".

د ملګروملتونو ددغو دریو چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د ملګروملتونو موجودیت مهم بللی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر عمومي رئیس محمد ذاکردغه پلاوي څخه افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتیدو غوښتنه کړې اوویلي دي، چې د طالبانو حکومت په خبرو باور لري او نړۍ سره مثبت تعامل ته دا حکومت چمتو دی.

د بلې خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز د پریکړې ملاتړ کړی او دا مسله یې د دیني او کلتوري پلوه افغانانو لپاره د اهمیت وړ مسلې په توګه یاده کړې ده.

د راپورونو له مخې ملګري ملتونه اوس مهال په افغانستان کې ۳۳۰۰ داخلي کارکوونکي لري، چې شاوخوا ۴۰۰ یې ښځې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک د ترلاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول په نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګوي او نه یوازې یې نجونې او ښځې د منځنۍ او لوړو زده کړو څخه منع کړي بلکې په دفترونو کې یې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG