د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ماموریت موده وغځوله


په افغانستان کې دا مهال جرمني هیواد ۱۳۰۰ سرتیري لري
په افغانستان کې دا مهال جرمني هیواد ۱۳۰۰ سرتیري لري

د جرمني پارلمان تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو پاتې کېدل تصویب کړل.

د رویټرز خبري آژنس د راپور پر اساس د جرمني پرلمان پرون پنجشنبه مارچ ۲۵مه د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱مې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

جرمني دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ۱۳۰۰ سرتیري لري.

د جرمني هیواد پارلمان پر داسې مهال دا پرېکړه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې د هوکړې له مخې تر راتلوونکې مۍ میاشتې ټول امریکايي سرتیري باید له افغانستان څخه ووځي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو مخکې له وخته وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ددې سبب کیدای شي چې دغه ډله د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې نیت نلري امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي بایډن یو ځل بیا څرګنده کړه چې د «تکتیکي ستونزو» له پلوه مشکله ده چې د مۍ تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستل شي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه: «مونږ به (له افغانستان څخه) ووځو، خو پوښتنه داده چې کله؟»

هغه همداشان وویل چې د امریکا او طالبانو د موافقې په اړه چې د ښاغلي ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو ډلې خبرداری ورکړی چې که د ټاکلې مودې پورې امریکایي ځواکونه ونه وځي عواقب به یې د هغوی په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG