د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: تصور نه کوم راتلونکی کال دې په افغانستان کې ځواکونه ولرو


په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس بایډن لومړنی خبري کنفرانس
په سپینه ماڼۍ کې د جمهور رئیس بایډن لومړنی خبري کنفرانس

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۵) واک ته له رسیدو وروسته په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره مخامخ په خبري کنفرانس کې وویل، نیت نلري چې امریکایي ځواکونه دې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاته شي.

ښاغلي بایډن یو ځل بیا څرګنده کړه چې د «تکتیکي ستونزو» له پلوه مشکله ده چې د می تر لومړۍ نیټې له افغانستان څخه ځواکونه وایستل شي.

خو سره له دې ښاغلي بایډن زیاته کړه: «مونږ به (له افغانستان څخه) ووځو، خو پوښتنه داده چې کله؟»

جمهور رئیس جو بایډن وویل پدې هکله د خپلو شریکانو ناټو غړو هیوادونو سره د وتلو په لوژیستکي مسایلو مشورې کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې د امریکا د متحدینو سره چې په افغانستان کې ځواکونه لري خبرې کوي او که «له هغه ځایه ووځو په مصونه او منظمه توګه باید ووځو.»

هغه وویل چې پدې هکله د متحدینو او شریکانو سره مشورې روانې دي چې څنګه دغه کار پلی شي.

د امریکا جمهور رئیس همداشان وویل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ پروسه هم ژر پیل کیږي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو څرنګوالی څرکند شي.

هغه همداشان وویل چې د امریکا او طالبانو د موافقې په اړه چې د ښاغلي ټرمپ د ادارې پر وخت شوې، ارزونې هم روانې دي.

طالبان وايي چې دا څرګندونې مبهمې دي او که د تړون په اساس بهرني ځواکونو په ټاکلې نیټې له افغانستان څخه ونه وځي، د جنګ او ورانیو مسولیت به د هغوی په غاړه وي.

د امریکا د استازو مجلس غړي ادم کینزینګر، امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې متحده ایالات او ناټو نه غواړي تل په افغانستان کې پاته شي. خو «مونږ همداشان نیت نلرو چې دا ځای خوشې کړو او د سپتمبر د ۱۱د بریدونو دمخه حالت په څیر د هغې د متلاشي کیدو سبب شو."

له دې دمخه د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هم ویلي وو چې د افغانستان څخه د می د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د امریکایي سرتیرو ایستل ښایي "مشکل" وي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي هم د افغفانستان څخه د امریکایي ځواکونو سمدستي ایستل نه غواړي.

د امریکا د استازو مجلس غړي ادم کینزینګر، وویل چې طالبانو د سولې په موافقې کې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی او د افغانستان پر دولت او پوځ باندې یې خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

د امریکا د سنا غړې جین شاهین، هم د امریکا غږ ته وویل چې باید طالبانو ته څرګنده وي چې مونږ هغه ځای تر هغه وخت پورې نه خوشې کوو تر څو د دوحې د موافقې ژمنې نه وي ترسره شوي.

هغه وایي د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل باید د شرایطو پورې مربوط وي.

د افغانستان حکومت وایي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد دفاع لپاره لازم مهارتونه او وړتیاوې تر لاسه کړ او د طالبانو د تاوتریخوالي، یاغیګرۍ او مخدره توکیو په وړاندې د مبارزې لپاره د امریکایي ځواکونو فزیکي شتون ته اړتیا نلري، بلکه ددې هیواد مالي مرستو ته اړتیا لري.

ناټو هم ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو سره یوځای افغانستان ته تللي او د هغوی سره په هعم آهنګۍ به د هغه هیواد څخه ووځي.

له دې سره سره د جرمني د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې د افغانستان څخه مخکې له وخته د نړیوالو ځواکونو ایستل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او کیدای شي ددې سبب شي چې دغه ډله په زور د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG