د لاس رسي وړ اتصالات

یوه امریکايي بېړۍ چې د یو بندر د جوړولو لپاره تجهیزات لېږدوي، د غزې په لور روانه ده


یوه امریکایي پوځي بیړۍ
یوه امریکایي پوځي بیړۍ

د متحده ایالاتو یوه پوځي کښتۍ چې د یو بندر د جوړولو لپاره تجهیزات او وسایل لېږدوي، د غزې په لور روانه ده.

د امریکا مرکزي قوماندې ویلي، یوه کښتۍ چې تجهیزات یې لېږدول د سې شنبې په ورځ له ورجینیا ختیځ مدیترانې ته روانه شوه.

امریکايي مقاماتو ویلي چې دغه بندر به په څو اونیو کې جوړ او فعال شي.

د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانې وویل، په دغو تجهیزاتو بار یوه کښتۍ د سې شنبې په ورځ له ورجینیا ایالت څخه ختیځې مدیترانې ته روانه شوه.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن درې ورځې وړاندې محاصره شوې غزې ته چې سلګونه زره فلسطینیان له لوږې سره مخ دي، د بشري مرستو د زیاتولو لپاره د دغه بندر د جوړولو پلان اعلان کړ.

د سمندري دهلیز پرانستل، له هوا څخه د امریکا، اردن او نورو هیوادونو لخوا د خوراکي توکو ښکته اچول په غزه کې د بشري ناورین کچه او په ځمکنيو انتقالاتو باندې د اسرائیل له کنټرول تیریدلو ته د دغو هیوادونو هیله څرګندوي.

اسراییل ویلي دي چې د اوبو له لارې د بشردوستانه مرستو د راتګ هرکلی کوي او مخکې له دې چې دغه مرستې قبرس ته نږدې سیمې کې ځای پر ځای شي، دوی به یې ارزونه وکړي.

د اسرائيل د بنديزونو او امنيتي مسايلو له کبله په تېرو پنځو مياشتو کې د هغو بار وړونکو وسایطو شمېر چې غزې ته يې بشري توکي لېږدول، له ۵۰۰ څخه کم و.

دا پداسې حال کې دي چې جو بایډن یو ځل بیا د اسرائیل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو نیوکې زیاتې کړي او ویلي یې دي چې هغه د مرستې پر ځای اسرائیل ته زیان رسوي.

هغه د غزې د جګړې سره د اسرائیل د حکومت پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې "تاسو نشئ کولای چې ۳۰ زره نوروژل شوي فلسطینیان ولرئ".

په غزه کې روغتیايي چارواکو نن وویل چې د اسرائیل د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ زره کسانو ته رسېدلی دی. اسرائیل په ندرت سره د جګړې پرمهال د ځانګړو پیښو په اړه خبرې کوي. دغه هېواد د حماس ډله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسووله بللې او ویلي یې دي چې افراطيان په ملکي سیمو کې فعالیت کوي.

ددغه سمندري دهلیز څخه اروپايي اتحادیې، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو خپل ملاتړ اعلان کړی دی. اروپايي کمیسیون ویلي دي چې ملګري ملتونه او سره صلیب به هم په دې دهلیز کې رول ولوبوي.

خو ددې سره سره، لوړ پوړو مرستندویه چارواکو خبرداری ورکړی چې د هوا او اوبو له لارې د مرستو ویش نشي کولی د ځمکې د محدودیتونو له امله رامنځته شوي کمښت پوره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG