د لاس رسي وړ اتصالات

هڅه کوو د افغانستان جګړه مسوولانه او په احتیاط سره پای ته ورسيږي – میلي


د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي
د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړي پوځي مقام ویلي چې د افغانستان نه په بشپړه توګه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په هکله هر ډول تصمیم باید د افغانستان د داخلي شرایطو له مخې اوسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي، د امریکا د عامه ملي رادیو (ان پي آر) سره په مرکه کې ویلي چې هڅه کیږي د افغانستان جګړه "مسوولانه او په ډیر احتیاط " ختمه شي.

د امریکا دغه لوړپوړي پوځي مقام وویل چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې ۴۵۰۰ سرتیرو ته راټیټ کیږي، خو زیاته یې کړه چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ تر اوسه د نورو امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وروستۍ تصمیم ندی نیولی.

د جنرال میلي ددغو څرګندونو څخه پوره یوه اونۍ مخکې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې ویلي وو چې په افغانستان کې پاتې امریکایي ځواکونه باید تر کرسمس (د میلاد مسیح اختر) پورې امریکا ته انتقال کړای شي، هغه پیغام چې طالبانو "د دوحې د موافقې د پلي کیدو په لار کې مثبت ګام " بللی او د هغه تود هرکلی یې کړی دی.

د ښاغلي ټرمپ له دغه ټویټ څخه څو ساعته مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین ویلي وو چې په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر به د ۲۰۲۱ کال د پیل پورې ۲۵۰۰ تنو ته راټیټ کړای شي.

خو ښاغلي میلي ان پي آر ته وویل: "عمده ټکی دادی چې د جګړې د مسوولانه او سنجوول شوي پای هڅه کوو، تر څو دغه کار پداسې شرایطو وشي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د اساسي علایقو مصوونیت ډاډمن کړي."

د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ د میاشتې په پای کې په دوحه کې لاسلیک شوه باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي، خو د امریکا پوځي مقاماتو تل پدې ټینګار کړی چې د پوځیانو بشپړه وتل په شرایطو او ژمنو ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړه لري.

د دوحې په موافقه کې د طالبانو یوه اساسي ژمنه د القاعده شبکې سره ددې ډلې د اړیکو بشپړه بندیدیل دي خو یو شمیر امریکایي پوځي مقاماتو ویلي چې طالبان لاهم د القاعده شبکې سره اړیکې او تماس لري.

XS
SM
MD
LG