د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند ته د قاطع ماموریت د نوي قومندان سفر


په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قومندان آسټن سکاټ میلر
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قومندان آسټن سکاټ میلر

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او قاطع ماموریت تازه ګمارل شوي قومندان جنرال آسټن سکاټ میلر د پنجشنبې په ورځ ( سپټمبر ۱۳ ) هلمند ولایت ته په سفر کې دې ولایت ته په ډیرې پاملرنې ټینګار وکړ.

جنرال میلر د هلمند له والي او یو شمیر نورو چارواکو سره په دې ولایت کې د امنیتي حالت د ښه والي او د افغان ځواکونو په لاس ته راوړنو او اړتیاوو خبري اتري وکړې.

جنرال سکاټ میلر په دې لیدنه کې وویل له هلمند سره به د هوايي مرستو او د افغان پوځیانو د روزنې په برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

د جنرال میلر په وینا ، د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونه ژمن دي، چې د تروریزم او نشه يي توکو د قاچاق مخنيوي ترڅنګ د سولې او ثبات لپاره له افغان لوري سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړي.

د هلمند والي محمد ياسين او د نظامي شورا غړو د میوند په ۲۱۵ ميوند قول اردو کې له جنرال ميلر سره په لیدنه کې د هلمند او شاوخوا ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث وکړ.

د هلمند والي وویل، د تروریزم سره مبارزه ګډ کار ته اړتیا لري او په دې برخه کې د بهرنیو ځواکونو همکاري ډیره مهمه ده.

جنرال سکاټ ميلر په هلمند کې د نظامي شورا ترمنځ همغږي وستايله او په دې ولایت کې یې د افغان امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

جنرال آسټن سکاټ میلر د روان کال د سپتمبر په دویمه نیټه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د پخواني قومندان جنرال جان نیکلوسن پر ځای ګمارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG