د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهګرۍ نړیوال جدول؛ افغانستان په لومړۍ درجه کې راغلی 


د اقتصاد او سولې غیر ګوندي موسسې د "ترهګرۍ د نړیوال جدول" په هکله د یو رپوټ په خپرولو سره یو ځل بیا افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې راوستی چې ترهګرۍ پرې ناوړه اغیز لري. دا دریم پرله پسې کال دی چې افغانستان ددې بنسټ په رپوټ کې د جدول په سر کې راځي.

ددې رپوټ په اساس افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۸۳۷ ترهګریزو پیښو شاهد و چې په کې ۱۴۲۶ تنه وژل شوي او ۲۱۹۹ تنه نور ټپیان شوي دي. رپوټ همداشان وایي چې تیر کال په افغانستان کې د یرغمل نیونې ۹۱ پیښې رامنځته شوي دي.

د اقتصاد او سولې موسسې په افغانستان کې د تروریزم په وجه د مرګ ژوبلې لوړو شمیرو ته په اشارې رپوټ ورکړی چې په ۲۰۲۱ کال کې یواځې افغانستان د نړۍ د ترهګریزو فعالیتونو د ۲۰ فیصده تلفاتو شاهد و.

د کابل هوایي ډګر ته نژدې د افغانستان څخه د تخلیې بهیر په ترڅ کې د داعش د انتحاري بریدګر په واسطه چاودنه چې څه دپاسه ۱۸۰ تنه په کې ووژل شول او څه دپاسه ۲۰۰ ژوبل شول، په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو وژونکي ترهګریز برید ګڼل شوی دی.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د تیر کال د اګست د ۱۵ وروسته چې طالبانو واک ترلاسه کړی دغې ډلې ته منسوب بریدونه او د هغه په نتیجه کې رامنځته کیدونکي تلفات کم شوي، خو بیا یې هم په افغانستان کې د طالبانو او داعش ترمنځ د جګړې د قوي کیدو د احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په اساس طالبانو دمخه تر دې چې په افغانستانکې واک ترلاسه کړي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي د زیاتې برخې عامل وو.

د اسلامي دولت ډله (داعش) الشباب او جماعت نصرت الاسلام و المسلمین هغه څلور ډلې دي چې د اقتصاد او سولې د موسسې په رپوټ کې د تر ټولو زیاتو تروریستي بریدونو او د هغې په نتیجه کې د تلفاتو د رامنځته کیدو سبب شوي دي.

له افغانستان وروسته عراق د ۸۳۳ تروریستي پیښو په لرلو چې ۵۲۴ تنه په کې وژل شوي او ۸۳۶ تنه نور په کې ټپیان شوي دوهم هیواد دی چې د ترهګرۍ نه زیات متاثر شوی دی.

پاکستان د ۱۸۶ ترړریستي پیښو په رامنځته کیدو دریم هیواد دی چې پدغو پیښو کې ۲۷۵ تنه وژل شوي او ۴۶۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د هغه نه وروسته سومالیا، بورکینافاسو، سوریه، نایجریا، مالي، نیجر او میانمار دي چې یو د بل پسې پدې جدول کې راغلي دي.

د اقتصاد او سولې د موسسې د رپوټ په بنسټ په لویدیځ کې تروریزم کم شوی او ددې بنسټ د موندنو له مخې په لویدیځ کې د سیاسي انګیزې له مخې بریدونه د د مذهبي انګیزې له مخې بریدونو په پرتله پنځه چنده شوي دي.

د اقتصاد او سولې موسسه په ۲۰۰۸ کال کې جوړه شوی او مقر یې په استرالیا کې دی. خو د امریکا په نیویارک ښار، بلجیم، هالنډ، مکسیکو او زیمبابوی کې هم څانګې لري.

دا بنسټ د تاسیس راهیسې هر کال په نړۍ کې د تروریستي فعالیتونو شمیرې راټولوي او جدول یې اعلانوي.

XS
SM
MD
LG