د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته په واردېدونکو جنریک درملو (Generic Drugs) باندې تعرفه د دوو کلونو لپاره صفر کړه.
دا نوې پلان به د اګست د میاشتې له ۲۱مې نېټې څخه پیل کېږي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (جولای۲۱) په خپل ټروټ سوشل کې اعلان وکړ چې دا به تر دوو کلونو پورې وي او بیا به د یو کال لپاره ۱۰۰ فیصده او بل کال ۲۰۰ فیصده تعرفې پرې ولګول شي.
ښاغلي ټرمپ لیکلي دي: «دا کار امریکا ته د جنریک درملو د بیا راګرځولو په هدف کېږي او هغه شرکتونه چې په ټاکل شوې مودې کې د کارخانو او تجهیزاتو له جوړولو څخه ډډه کوي، جریمه به شي. د دغې تګلارې هدف د متحدو ایالتونو د خلکو ساتل دي.»
ولسمشر ټرمپ لیکلي چې د ثبتو شویو او برنډ لرونکو درملو په اړه موجوده تګلاره نه بدلېږي. نوموړي دا خبره هم کړې چې په متحدو ایالتونو کې دا مهال دارو درمل په داسې کچه جوړېږي چې تر دې مخکې یې ساری لیدل شوی نه و.
جنریک هغه درمل دي چې بازار ته د عرضه شویو اصلي او ثبت شویو درملو د انحصاري دورې له پای ته رسېدو وروسته تولیدېږي. جنریک درمل د اغیز او استعمال له پلوه د اصلي درملو په څېر بلل کېږي، خو د تولید او تحقیق په برخه کې یې ډېر لګښت نه راځي او له همدې کبله د اصلي تولید شویو درملو څخه ارزان وي.
د رسنیو د راپورونو په اساس، د جنریک درملو جوړوونکي شرکتونه وایي چې د لوړو تعرفو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي.
فورم \ دبحث خونه