د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بوش د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل "اشتباه" وبلله


د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش، چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو د رژیم د پرځولو یرغل د هغه په امر پیل شو، د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل "یوه اشتباه" بللې ده.

ښاغلي بوش د دویچه ویلې سره په مرکه کې د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتلو ته په اشارې وویل: "ډاریږم چې افغانې ښځې او نجونې به د نه وصف کیدونکي زیان څخه ورنځیږي."

ښاغلي بوش د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په هکله سخته اندیښنه ښودلې ده.

په یوه ډیره تازه پیښه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې ددې کمیسیون د موندنو په اساس طالبانو تر خپلې واک لاندې سیمو کې د ښځو د بشري حقونو نه سخته سرغړونه کړې او په هغوی باندې محدودیتونه لګولي دي.

د امریکا پخواني ولسمشر همداشان د دویچه ویلې سره په مرکه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زرګونو ژباړونکو او همکارانو په خاطر اندیښنه څرګنده کړه او وویل: "هغوی همداسې خوشې کیږي چې ددغو ظالمو خلکو [طالبان] په واسطه قتل شي او دغه موضوع زما زړه ماتوي."

د امریکا د کانګرس زیات شمیر غړو هم اندیښنه څرګنده کړې چې که د امریکایي ځواکونو افغان همکاران د افغانستان نه ونه ویستل شي، د طالبانو له غچ اخیستنو سره به مخامخ شي. که څه هم چې طالبانو پدې هکله د اندیښنو وروسته ویلي د بهرنیو ځواکونو له ژباړونکو سره کار نلري او هغوی کولای شي په افغانستان کې پاته شي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د سپتمبر تر ۱۱ د افغانستان څخه ووځي، امریکايي پوځي مقاماتو ویلي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ۹۵ فیصده بشپړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG