د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دوه لسیزو پوځي شتون او د افغانستان پیښو ته کتنه


د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ د القاعده شبکي عربي نژاده ترهګرو څلور مسافروړونکې الوتکې وتښتولې، دوه الوتکې یې په نیویارک ښار کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز او یوه یې د امریکا د دفاع وزارت مقر (پنتاګون) سره وجنګولې او څلورمه الوتکه د پنسلوانیا ایالت د شنکویل ښار په یوه کرونده کې ولویدله.

له دغې پیښې وروسته د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج بوش د طالبانو له ډلې وغوښتل چې د اسامه بن لادن په ګډون د القاعده شبکې مشران چې ګمان کیده د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې پټ شوي، امریکا ته وسپاري.

د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون

اکتوبر ۲۰۰۱: د امریکا په مشرۍ د طالبانو د نظام په ضد یرغل پیل شو

نومبر ۲۰۰۱: شاوخوا ۱۳۰۰ امریکایي پوځیان افغانستان ته ورسیدل

دسمبر ۲۰۰۱: په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر۲۵۰۰ ته ورسید

مارچ ۲۰۰۲: افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر۷۲۰۰ تنو ته لوړ شو

دسمبر ۲۰۰۲: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر۹۷۰۰ تنو ته ورسید

اپریل ۲۰۰۴: د امریکایي سرتیرو شمیر څه دپاسه ۲۰ زره شو

دسمبر ۲۰۰۷: د امریکایي سرتیرو شمیر ۲۵ زرو ته لوړ شو

می ۲۰۰۹: په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۵۰ زرو ته لوړ شو

دسمبر ۲۰۰۹: د امریکایي سرتیرو شمیر ۶۷ تنو ته ورسید

اګست ۲۰۱۰: په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۱۰۰ زره شو

د ځواکونو تدریجي راکمیدل

جون ۲۰۱۱: په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر شاوخوا ۹۰ زره شو

سپتمبر ۲۰۱۲: د امریکایي ځواکونو شمیر ۷۷ زرو ته راټیټ شو

دسمبر ۲۰۱۳: په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۴۶ زره شو

مارچ ۲۰۱۴: په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۳۴ زرو ته راټیټ شو

دسمبر ۲۰۱۴: افغان ځواکونو ته د امنیتي انتقال بهیر؛ د امریکايي سرتیرو شمیر۱۶ زره شو

مارچ ۲۰۱۵: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۹۸۰۰ ته راټیټ شو

جولای ۲۰۱۶: په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر ۸۴۰۰ ته راکم شو

اگست ۲۰۱۷: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۱۴ ته لوړ شو

۲۰۱۹ کال: شاوخوا ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان له افغانستان ووتل

فبرورۍ ۲۰۲۰: امریکا له طالبانو سره موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې د موافقې له لاس لیک وروسته د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووځي

اپریل ۲۰۲۱: د امریکا ولسمشر جو بایډن، اعلان وکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د مۍ په لومړۍ نیټه پیل او د سپتمبر په ۱۱ بشپړیږي.

جولای ۲۰۲۱: جمهور رئیس بایډن وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د ۲۰۲۱ کال د اکست په ۳۱ پای ته رسیږي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر اوومه امریکا ته د اسامه بن لادن د سپارلو څخه د طالبانو له انکار وروسته امریکایي پوځیان د بریتانوي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په رژیم باندې هوایي بریدونه پیل کړل. د دې سره جوخت شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي ځانګړي ځواکونه د افغانستان په شمال کې د طالبانو ضد ایتلاف په همکارۍ د طالبانو په ضد عملیات پیل کړل.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۴ د ملګرو ملتونود امنیت شورا د ۱۳۷۸ پریکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د انتقالي ادارې د جوړولو غوښتنه وکړه تر څو په افغانستان کې د ثبات د ټینګیدو او د افغانانو سره د مرستې په هدف سوله ساتي ځواکونه میشت کړي.

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په لومړۍ نیټه اسامه بن لادن د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د تورې بوړې ساحې ته وتښتید. د افغان جنګیالیو او طالبانو او د القاعده شبکې د غړو ترمنځ د دوو اونیو سختو نښتو وروسته د القاعده شبکې مخکنی مشر پاکستان ته په تیښتې اړ شو او افغان جنګیالیو چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو توره بوړه یې ونیوله.

د ۲۰۰۱ کال د دسمبر په پنځمه د جرمني د بن د موافقې له لاس لیک وروسته حامد کرزی د افغانستان د موقتې ادارې د رئیس په توګه وټاکل شو. وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶ شمیرې پریکړه لیک په اساس چې هماغه کال د ډسمبر په ۲۰ صادر شوی و، په افغانستان کې د ثبات او امنیت د تامین په مقصد د د ایساف څو ملیتیز ځواک جوړیدل منظور شول.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم رسمي پرځیدل د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په نهمه دي، د ډسمبر په اوومه د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر، له کندهار څخه چې ددې ډلې وروستی مرچل و وتښتید او دوه ورخې وروسته ددې ډلې جنګیالي هم له دې ښار څخه ووتل.

د ۲۰۰۳ کال د مۍ په لومړۍ نیټ\ه جورج بوش په افغانستان کې د امریکا پوځي عملیات "بشپړ شوی ماموریت" اعلان کړ او د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د پراخو پوځي عملیاتو د پای ته رسیدو خبر ورکړ.

د ۲۰۰۴ کال په جنورۍ کې لویې جرګې د افغانستان اساسي قانون تصویب کړ.

د ۲۰۰۴ کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات وشول او د موقتې او انتقالي دورو د ادارې مشر حامد کرزی د افغانستان د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

په ۲۰۰۶ کال کې په عراق کې د صدام جسین د رژیم د نسکورولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو شدت چې په ۲۰۰۳ کې پیل شوي وو، په افغانستان کې طالبانو ته بیا فرصت ورکړ او خپل بریدونه زیات کړي. دغې ډلې ورو ورو د افغانستان په جنوب کې ځنې ساحې ونیولې.

په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې بیا د جمهوري ریاست انتخابات وشول او حامد کرزس د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د افغانستان ولسمشر شو.

د ۲۰۰۹ کال په دسمبر کې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون د زیاتیدو امر وکړ او په هغه هیواد کې د ۷۰زرو موجودو سرتیرو برسیره یې ۳۰ زره نور امریکایي پوځیان افغانستان ته ولیږل. هغه وخت د ایتلافي هیوادونو ۵۰ زره سرتیرو هم په افغانستان کې حضور درلود.

د ۲۰۱۱ کال د مۍ په میاشت کې د امریکایې ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې ووژل شو. د هماغه کال په پای کې امریکایي ځواکونه له عراق څخه ووتل او جمهور رئیس اوباما د افغانستان څخه د یو شمیر امریکایي ځواکونو د وتلو امر صادر کړ.

د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې په لزبن کې د ناټو غړو هیوادونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال په طرحې موافقه وکړه. ددغه بهیر پای چې د ۲۰۱۱ کال په جولای کې پیل شو او د ۲۰۱۴ کال پورې یې دوام وکړ په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت پیل کیدل شو، چې د افغان ځواکونو په زده کړو او مشوره ورکولو یې تمرکز درلود. د امنیت د انتقال د بهیر ریاست د محمد اشرف غني په غاړه و.

د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې د طالبانو د رژیم د پرځیدو په لس کلنۍ کې د جرمني د بن ښار کې په یوه غونډه کې نړیوالې ټولنې د افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه.

په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان انتخابات د انتخاباتي درغلیو د ادعاګانو په وجه وغځیدل او بالاخره د د متحده ایالاتو په منځګړیتوب په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو چې ریاست یې د ولسمشر محمد اشرف غني په غاړه او اجراییه ریاست عبدالله عبدالله ته د ۵۰-۵۰ فیصده ونډې په اساس وسپارل شو.

په ۲۰۱۴ کې د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره خپله طرحه اعلان کړه، چې له مخې یې باید د ۲۰۱۶ کال تر پایه د افغاسنتان څخه امریکایي ځواکونه وتلای وای.

د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې امریکایي او ناټو پوځیانو رسماً خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د جګړې مسولیت یې د افغانستان ځواکونو ته وسپاره.

د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د طالبانو بریدونو زور واخیست او هره ورځ یې پر افغان او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه کول. ددې سره جوخت په افغانستان د اسلامي دولت ډله یا داعش هم رامنځ ته شو او د مرګونو بریدونو مسولیت ومانه.

د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۳ د امریکا متحده ایالاتو خپل تر ټولو ستر غیر اټومي بم د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش په مرچلو واچوه.

د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه د خپلو انتخاباتي ژمنو د ترسره کولو په خاطر زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وشول او بیا هم جنجالي شول. د ولسمشر غتي سیال عبدالله عبدالله بیا هم د انتخاباتو نتیجې ونه منلې او د جمهور رئیس غني د لوړې له مراسمو سره جوخت یې لوړه وکړه. یوه میاشت وروسته ددغو دوو سیالانو ترمنځ د موافقې وروسته عبدالله عبدالله د مصالجې د عالي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاس لیک شوه چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال د مۍ پورې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۴ ولسمشر بایډن د سپتمبر ۱۱ د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو وروستۍ نیټه اعلان کړه. د جولاۍ په دویمه امریکایي پوځیانو د بګرام هوایي اډه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د سوق او ادارې تر ټولو ستر مرکز و، د افغانستان حکومت ته وسپارله.

په تیرو دوو لسیزو کې څه دپاسه ۷۷۵ زره امریکایي سرتیرو په افغانستان کې دنده ترسره کړې چې یو شمیر یې څو ځلې هغه هیواد ته لیږدول شوي دي. پدغه موده کې په افغانستان ۲۴۰۰ امریکایي سرتیري وژل شوي او نژدې ۲۱ زره امریکایي پوځیان ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG