د لاس رسي وړ اتصالات

پنتاګون: افغانستان کې د سفارت او هوایي ډګر ساتلو لپاره ګڼ شمیر عسکر ساتو


د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د امنیت او د کابل په هوایي ډګر کې د مهمو تاسیساتو د ساتنې په مقصد د یوې مودې لپاره ګڼ شمیر امریکایي سرتیري ساتي.

د پنتاګون ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ ۸) خبریالانو ته وویل: «افغانستان سره هغه ډول چلند نه کیږي لکه مونږ چې په نورو هیوادونو کې د سمندري ځواکونو ګارد لرو. مقصد مې دادی چې دا افغانستان دی او مونږ هلته د امنیتي ګواښ په خوځند وضعیت پوهیږو.»

ښاغلي کربي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات «لا هم په جزییاتو کار کوي چې په هوایي ډګر کې به امنیتي وضعیت څه ډول وي...همدا چې مونږ او تاسې خبرې کوو امریکایي سرتیري [د کابل] په هوایي ډګر کې دي. دا چې ددې راتلونکې به څنګه وي، سمدستي پرې نه پوهیږو.»

د امریکا د دفاع وزارت هغه رپوټونه تائید نکړل چې د ځواکونو د وتلو د بهیر له بشپړیدو وروسته به څومره عسکر هلته [افغانستان] کې پاته شي.

اسوشیتید پرس تیره اونۍ رپوټ ورکړی و چې تمه ده شاوخوا ۶۵۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته شي چې د ځواکونو له وتلو وروسته د دپلوماتانو امنیت وساتي.

امریکایي چارواکو چې د ځواکونو د وتلو د جزییاتو د څرګندولو صلاحیت یې نه درلود د نوم د نه ذکر کیدو په شرط د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې په سلګونو نور امریکایي سرتیري به تر سپتمبر پورې د کابل په هوایي ډګر کې پاته شي چې د ترکي ځواکونو سره مرسته وکړي چې غواړي امنیتي چارې په غاړه واخلي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د تصمیم په اساس د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټه پیل شو او د سپتمبر په ۱۱ به بشپړ شي.

د پنتاګون ویاند د سه شنبې په ورځ دا پوښتنه ځواب نکړه چې ایا امریکا د ځواکونو د ایستلو وروسته په ستراتیژۍ بیا غور کوي چې د طالبانو پر وړاندې دفاعي ځواکونه وساتي، خو وویل چې «تاوتریخوالی ډیر زیات دی.»

ښاغلي کربي وویل: «هغه څه چې مږنږ یې غواړو ووینو دادي چې طالبان په باوري توګه بیرته د سولې بهیر ته راوګرځي او لکه څنګه چې ګورو څه چې هلته پیښیږي په یقین سره د هغوی د هڅو د رښتینوالي په اړه پوښتنې رامنځ ته کوي چې هغوی دې د سولې په بهیر کې یو مشروع او باوري شریک وي.»

د پنتاګون ویاند دا هم وویل چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره حتمي نده چې [د افغان ځواکونو لپاره] د ناټو د زده کړو، مشورې او مرستې ماموریت پای ته ورسیږي.

د امریکا د دفاع وزارت د څرګندونو سره جوخت په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر روان امنیتي وضعیت او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ بللی دی.

جنرال میلر ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی چې له نظامي لارې واک ته رسېدل د هېچا په ګټه نه دي. هغه ویلي که طالبان خپل بریدونه بند کړي په هغوی باندې به د هوايي بریدونو کچه «صفر» ته راټیټه شي.

دې ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن نن د چهارشنبې په ورځ جون ۳۰ (چنګاښ ۹) په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.

ښاغلي ویلسن په خپل ټویټر کې لیکلي: "لکه څنګه چې موږ په افغانستان کې د رسنیو رپوټونه او د طالبانو د بریدونو او د ملکیانو د هدفي وژنو په اړه د لومړي لاس معلومات ګورو نو په طالبانو غږ کوو چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي".

د افغان چارواکو په وینا دا مهال د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په شاوخوا دوو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ د دواړو خواو ترمنځ لاس په لاس شوي دي.

ملګرو ملتونو، افغانانو او نړیوالو پدغو جګړو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه پراخې اندیښنې څرګندې کړي او د جګړې د اړخونو څخه یې غوښتي چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG