افغان چارواکي په هغو دوو جرمنانو پسی خپل لټون ته دوام ورکوي چی د جمعی ورځې راهیسې ترې تم شوِي دی.
داسې اندیښنه شته چې ښایي دوی یرغمل شوي وي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګایدو ویستر پرون وویل چی حکومت یې د دی دوو کسانو د یرغمل کیدو مسله څاري خو په دې اړه یی د نورو تفصیلاتو له ورکولو نه ډډه وکړه.
افغان پولیس وایي دا جرمنیان سالنګ ته نږدی سیمه کی د جمعی په ورځ لادرکه شول.
د سیمی دپولیسو قومندان ویلی دغه جرمنیان د سالنګ په لاره کې له خپل موټر نه کښته شول چی په غرونو کې وګرځي خو بیرته راستانه نشول.
طالبانو د پیښی په هکله بې خبري څرګنده کړې ده.