د لاس رسي وړ اتصالات

سالنګ کې د ورکو جرمنانو مړي وموندل شول


سالنګ کې د ورکو جرمنانو مړي وموندل شول
سالنګ کې د ورکو جرمنانو مړي وموندل شول

د پروان والي بصیر سالنګي وایي د جرمني د دوه هغو غره ختونکو اتباعو مړي یې نن وموندل چې تیره میاشت د افغانستان په شمال کې ورک شوي وو.

چارواکی وایي دا مړي یې په شمالي سالنګ کې موندلي دي.

ددې دوو کسانو د وژل کیدو علت ندی څرګند او مړي هم د دوه غرونو په منځ کې د کلیوالو خلکو لخوا موندل شوي دي.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسترویل ویلي دي چې حکومت یې ددغو دوو کسانو په باب څیړنو ته ادامه ورکوي.

پولیسو ویلي چې دغه دوه تنه جرمنيان تیره میاشت هغه مهال وتښتول شوې چې د سالنګ په درې کې یې خپل ډریور پرېښود او غوښتل یې چې غرو ته د سیاحت په خاطر وخېژي.

په عین وخت کې د کورنیو چارو د وزارت خپره شوې اعلامیه وايي امنیتي ځواکونو په ګډه د هیواد په مختلفو ولایتونو کې اته وسله وال مخالفین وژلي او اته دیرش نور یې نیولي دي.

دغه وزارت وایی نن ماسپښین د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالی کی د یوی بمی چاودنی له کبله پنځه ملکی خلک ووژل شول.

په یوې جلا پېښې کې نن د دوشنبې په ورځ پنځه ملکي کسان د فراه په ولایت کې هغه مهال ووژل شول چې د سړک غاړې بم یې پر موټر باندي وچول شو.

XS
SM
MD
LG