د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني له افغانستان سره خپلې کلنۍ مرستې اعلان کړې


جرمني تر امریکا وروسته له افغانستان سره ډېره مرسته کړې
جرمني تر امریکا وروسته له افغانستان سره ډېره مرسته کړې

افغان حکومت وايي چې جرمني به په روان هجري‌لمریز کال کې له افغانستان سره ۴۴۰ میلیون یورو مرسته او دلته پانګونه کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت او په افغانستان کې د جرمني د همکاریو څانګې دا خبره کړې ده.

د مالیې وزارت په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې دغه مرستې د جرمني دولت د بیلابیلو مرسته رسونکو بنسټونو له خوا افغانستان ته سپارل کیږي.

په اعلامیې کې راغلي: "د جرمني د اقتصادي پراختیا وزارت ژمنه وکړه چې په ۱۳۹۹ کال کې له افغانستان سره ۲۴۰ میلیونه یورو د مالي او تخنیکي برخو کې پانګونه وکړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت به د ثبات ټینګښت او بشردوستانه مرستو برخو کې نږدې ۲۰۰ میلیونه یورو مرسته وکړي."

د مالیې وزارت ویلي چې د دغو مرستو د رسېدو سره به جرمني له افغانستان سره د مرستو په برخه کې هغه ژمنه پوره کړي چې څلور کاله مخکې یې د بروکسل په غونډه کې کړې وه.

له بلې خوا د جرمني د همکاریو څانګه امریکا غږ ته په استولې خبرپاڼې کې دغه مرستې تائید کړي دي.

په خبرپاڼې کې راغلي: "جرمني په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، د بنسټونو پیاوړي کول او د اداري فساد پر ضد د مبارزې تمه لري."

د افغانستان د مالیې وزارت په وینا جرمني په افغانستان کې دویم تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی.

دغه هېواد له ۲۰۰۹ کال راهیسې ۴،۵ میلیارده امریکايي ډالر په بېلابېلو ملکي برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د امریکا د متحده ایالتونو وروسته جرمني په افغانستان کې دویم پراخ نظامي حضور هم لري چې اوس مهال یې ۱۳۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG